|
سلیمان لایق
احمقان وایي نجیب تباه شو
بی سر انجامه
پو او پنا شو
زه وایم خلاص
شو له توری ورکې
چې قرباني شو
وړ د بقا شو
||||||||||||||||
د قربانیانو
په تقدس کې
خدای د اورونو
تنور ته ورکړ
نجیب یې
پریوای پخپلووینو
یو نوی ورور
یې منصور ته ورکړ
||||||||||||||||||
نجیب شهید کړ پاکستانیانو
تور لاس یې
پاک کړ په طالبانو
د انګریزانو
سخی پخې شوی
د خرو په وجه
په افغانانو
|