ایمل
پیروز
منصور د حق په چیغه...
که په رسو مې تړي
که مې په تورو وهي
که مې په غشو ولي
که مې په دار خیژوي
زما به قسمت دغه وي
خو که اغیار ته ورشم،
د عافیت لپاره
د ځان راحت لپاره
د خپل حاجت لپاره
بیا نو افغان په څه یم؟
ما د وطن په مینه
چې زړه او سر ورکاوه
شام و سحر ورکاوه
د ژوند ګوهر ورکاوه
په عاقبت مې پوه وم
چې مئنان وي، واړه
په همدغې لار به ځي
منصور د حق په چیغه
په همدغې دار به ځي
جهل او جهان سره همدا منلي
(یادونه: پورتنی
شعر د ستر شهید ډاکتر نجیب الله نهم تلین ته ډالۍ شوی.) |