www.payamewatan.com
 

 

 
 

سلیمان لایق

 

سور مؤمن

گوره ډوبیدونکی نمر به تور ماښام ته څه وایي
دا له زرو جوړ باچا زنگي غلام ته څه وایي

بیا په بدمستئ کی د الله حرم ننوت
سور مؤمن د دی جومات زاړه امام ته څه وایي

زموږ شهید په جگو سترگو سری پانسۍ ته وخندل
گوره د تاریخ قاضي به دی فرجام ته څه وایي

وینو د نجیب د شپې په تورو ونو وشیندل
عطر د منصور، خدایه لا دی مقام ته څه وایي

دا وینی به نمر شي او د شپې لمن به ټوله کړي
بیا به تلونکی شپه د زلمي نمر خرام ته څه وایي

تږی ؤ عاشق ؤ بی پروایې په سر واړؤل
وپوښتئ کوترې دی خوني حمام ته څه وایي

نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوی کوزه شوه
اوس به  دا د حورو زومان ټول اسلام ته څه وایي

بیا یې د حرم مارغه ته ږیره لومه لومه کړه
گوره د مکّی صیادان دغه دام ته څه وایي

تور پنجاب یې راوست د کابل په زړه یې کښیناوه
اوس به د جومات حرامي دی انجام ته څه وای
ي

 

بیرته شاته