|
پوهاند
مجاور احمد زیار
تر شا نړولي پلونه
څه وړیا دې هغه بڼ د زمانې
توندو
سیلو لره پریښود
چې له وینو یې د دنګو سبرونو
را زرغونو سرو ګلونو
د موسکاوو له سپرلیو نه باج اخیست.
* * *
څه وړیا دې هغه لال د تور ښامار
په خوله کې ورکړ
چې وو ستا د پاک ارمان د کان له تله راوتلی
او دا ستا د زړه له وینو یې اخیستې
رنګینۍ وه.
* * *
څنګ غلې دې هغه د سرو شیبو مسته نغمه شوه
چې داستا د تاند باور له ژور کومي
راوتله
او په ټول برم و پرتم یې
د پیړیو د چوپتیاوو شنې ګومبزې
لړزولې
* * *
هغه ښکلی رنګین خوب دې شو پربله
چې به ګوندي
د بدوردې زمانې د کنډوالو پر سپیرو خاورو
د تاریخ په یوه ګوښې نا آشنا پراته ټاپو کې
د یوې ښکلې خیالولې شان ماڼۍ
د اډانې ډبره کیږدی.
* * *
ولاړې،
ولاړې
په جګړه بوږ تورو وریځو د وختونو
په تکل د لاسبري د لمر د سیمې پر اویجه
هسې دنګه بې پروا او بې امانه
چې کوهي ګړنګ دې نه راتلل له پامه
او هیڅ تراه دې زړه ته
نه لویده د ماتې.
* * *
ولاړې،
ولاړې...
دومره وړندې...
په دې اند و په دې واند:
چې د سوبې او بري وروستۍ مورچې دې
ښکلې کړي د ښاخ غرور د نیلي سووې.
* * *
هو،
نه ولاړې،
پر مخ ولاړې
دومره لرې...
چې څو بیرته راکتل دې
دویم کس درپسې نه وه
او له ماتې سره لار دې وه
د تېښتې هم تړلې...
ځکه مخکې تا پخپله
په لوی لاس وه
تر شا پلونه ټول له مخې نړولي!
|