لمبه کابل
ای شهیده!
په تا دا
ځمکه دا آسمان خفه دی
نجیبه تا باندې جهان خفه دی
ناڅاپه مرګ دی زړونه ولړزول
بلبلان ژاری ګلستان خفه دی
ستا د میړانی افسانی یادیږي
په تا خپل کور افغانستان خفه دی
ستا په لیدلو لمر ویرونه کؤل
وریځی خوری شؤلی باران خفه دی
د ځوانی مرګو شهیدانو په غم
اوښکی وریږی او توفان خفه دی
په شهادت دې فرښتو وژړل
چی کور په کور ورته افغان خفه دی
د وطن دښتی میرې تا یادوي
غرونه ځوریږي کهکشان خفه دی
په سترگو ویني دې باور نه کوي
د دوست په مرګ ګوره ګمان خفه دی
ستا دغه ویاړ دغه مقام ته سلام
په تا تاریخ، شوکت او شان خفه دی
لمبه خو ستا په غم چپتیا ژړوی
په خاموشئ دی خراسان خفه دی
|