www.payamewatan.com
 

 

 
 

ایمل پیروز

څه شوی ای شهیده!؟

څه شوی ای شهیده ارمانونه دی رژیږي
هیلی د بی ننګو ستا په خاوره زرغونیږي

ولاړی آسمانو ته خپل د لوړو مفکورو سره
لا دی غږ غؤږونو ته وږمو کې رارسیږي

غؤږ چې به مو نه نیوه ستا هغه نصیتونو ته
ځکه اوس له هسکه آفتونه نازلیږي

ستا لرغونی خاوره چې وه مینه د زمریانو
اوښتی په بیدیا ده ګیدړان پکې لنګیږي

د شیر شاه او د بالول خبری اورم
چې تر ننه یې پر نوم افغان نازیږي

د خوشحال د تورې شرنګ مې رسي غؤږ ته
چې مغول ترې لا په قبر کې لړزیږي

د میرویس د شملی برم مې راځي خیال ته
چې ګرګین ته د افغان په ننګ ګواښیزي

د احمد د پرتم ویاړ ته ارمانیږم
په ارمان - ارمان مې غوښی ویلی کیږي

خو حیران یمه دی نویو شازلمو ته
چې پردي په ننګ افغان وته دریږي

د ننګ او د غیرت یوازې پاتی دي خبری
له حرص او حسادته له یو بل سره جیګیږي

                           ***
له تدبیره دی زه جار شم، ای سرکشه ژاله وانه
بیا دی لاس د مدت راکه، افغانی ژاله ډوبیږي


یو ځل راشه! چې پخوا وی هسې بیا شه
ګنی اور د ځان ځانئ کې د افغان بچي ورکیږي
 

 

 

بیرته شاته