هـ . هدایت
۲۰۰۱/۱۲/۲۰
د نجابت
چيغه
زما د وطن،
زما دمېړنيو
د ارمانونو
پيغام،
زما دولس د خښم
هيبت
زما دپلرو دتوري
او هوډونودبدبه
زما دنيکو دشملوجذبه
زما د نجيب ارمان غوښتنه
زما د نجيب ولس سرښندنه
زما د نجيب بچي وطنپالنه
او
په دې ارت
ميدان کې
زما د ملګرو ازمويلې
پېرزوينه!
زما دسولي و
پيغام ته،
زما د نجيب ولس ټګمار
زما د خښم و هيبت ته
زما د ارادې و عظمت ته
زما دلوی
تاريخ شوکت ته
پر ګونډو سو.
زما د نجيب و طن
و نجابت ته
زما دوطن و تاريخي
شان و شوکت ته
زما و افغاني لوې فطرت
ته يې
سلام و کړ
او په خپل شکست او ندامت
ته يې
هغه ته احترام وکړ.
دنجيب انساني
درايت
د نجيب د پخلايني نجابت
د نجيب د سولي افغاني
چيغه
تلپاتې جهاني شوه !
دانساني او
وطني هيبت
ناره يې
تاريخي
شوه.
جګړې باېلوده!
جګړه ماروباېلوده!
سولي يو وړه!
سولي يووړه!
او
د انسان په نوم،
د خلګو لاره،
تلپاتي ابدي شوه! |