|
خوشحال پیروز
د مینې په انګار کې
کله چا اظهار د محبت کاوه
ما وکړ اقرار د مینی وسومه
زه لکه پتنګ تلم د ډیوی پسې
ځکه سور انګار دمینې وسومه
تلمه د خیالونو قافلو سره
لاره کښې اغیار د مینی، وسومه
ایښي وو دامونه صیاد لاره کې
تم یې کړم په لار له مینې وسومه
خدای ږو خلاصیدل مې اسان کار ندی
یم سترګې په لار د مینی وسومه
نه مې وینې حال جهان ړوند شوی دی
نه وینم غمخوار د مینی وسومه
زه زوی د افغان د وطن مینه کې
نه کؤمه ډار د مینی وسومه
پښو کې مې زنځیر د استعمار پروت دی
ځم په شرنګهار د مینې وسومه
نه به شم غلام د مرګ تر پولی زه
مرګ مې افتخار د مینې، وسومه
ماته سکنی «ورور د منصور» وایي
ځم په سر د دار د مینی، وسومه
|