www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

پوهاند م.ا. زیار                

د ستر ډاکټر نجیب الله د شهادت د نهم تلین په نمنځنه

د وینو مرجان

له باغه ورک مې خزانونه نه شول
تاند مې زموللي چمنونه نه شول

د تور وحشت د توپانو له لاسه
غوټۍ غوټۍ زړونه ګلونه نه شول

چې پیلامې د سباوون وې زما
شنه د سپیدو مې سپیدارونه نه شول

ستا د ښایست د خول غمیو په نوم
دریغه، سرې اوښکې می لالونه نه شول

چې ستا د ناز په پښو کې ورژیدل
خړوب مې هغه ارمانونه نه شول

کړي ستا سبا خو به مخسورې زیاره
نن که دې وینې مرجانونه شول!

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی