www.payamewatan.com
 

 

 
 

ما د افغانستان د جمهور رئیس او د افغانستان د خلکو د خدمت کونکی په توګه، د تاسو د ملت د شریفو استازو په  وړاندی صادقانه ژمنه وکړه چی د ملی روغی جوړی کړنلاری ته به ادامه ورکـــوم او خپل ټـــول توان او امکانات او که چیری لازمه شي خپل ژوند به د افغانستان د خلکو لپاره د خدمت په لاره کی ونه سپموم

د افغانستان د جمهور رئیس ډاکترر نجیب الله وینا چې د ۱۳۶۸ کال د ثور د میاشتی په لویه جرگه کې یې واوروله

 

بسم الله الرحمن الرحیم
 

گرانو وطنوالو، درنو مشرانو، د افغانستان د زړه ورو خلکو درنو استازو، دوستانو او درنومیلمنو!

د ډیری خوښئ ځای دی چې تقریباً پس له یونیم کال څخه یوځل بیا دافغانستان دخلکو له استازوسره، د افغانانو د واحد او ګران هیواد په پایتخت یعنی د کابل په تاریخی ښار او په دی تالارکی سره راټولیږو او د خپلو پلرونو او نیکونو له دود او دستورسره سم د خپل هیواد یعنی د افغانانو د مشترک کورد کورنیو او بهرنیو مسائلو په هکله بحث او مذاکره کوو. د دؤو لویو جرګو ترمنځ د زمانی فاصلی په بهیرکی موږ په خپل هیواد کې د ډیرو مهمـو او تاریخی پیښو شاهد ؤو.

     د۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی لوی جرګی په ملی او بین المللی عرصه کی ډیری ستری وظیفی د افغانستـــان مشرتابه ته وسپارلی. د افغانستان د جمهوریت اساسی قانون ئی، چی په هغه کې د افغانستان د خلکو حقوق او آزادی او دهغوی د اقتصادی، ټولنیز او سیاسی ژوندانه نظم مسجل شوی دی، تصویب کړاو د افغانستـــان د جمهوری دولت کړنلاره ئی چی د ملي روغی جوړی د سیاست په ادامی ولاړه ده، د جګړی د بندولو او په هیواد کې د سولی د تامینولو د یوازینی لاری په توګه تائید کړه.

    د تاریخی لوی جرګی د استازو له خوا د افغانستان جمهور رئیس موظف شو چې اساسی قانون چې د ملي روغی جوړی د قانون په نوم یادیږی په بلاانحرافه توګه تطبیق کړی او خپل مسؤلیت دافغانستان د باتورو خلکو د سرنوشت په وړاندی سرته ورسوی.

   ما د افغانستان د جمهور رئیس او د افغانستان د خلکو د خدمت کونکی په توګه، د تاسو د ملت د شریفو استازو په  وړاندی صادقانه ژمنه وکړه چی د ملی روغی جوړی کړنلاری ته به ادامه ورکـــوم او خپل ټـــول توان او امکانات او که چیری لازمه شي خپل ژوند به د افغانستان  د خلکو لپاره د خدمت په لاره کی ونه سپموم.  اوس چی یوځل بیا دلوی جرګی د دائریدلو زمینه برابره شوی ده، د یو افغان وګړی په حیث، د خپل وطن د خدمتګار او د دولتی عالی وظائفو د سرته رسولو د مسئول په توګه، ستاسی د زوی او تاسی په مقابل کی د مسئول په صفت، غواړم د دولت د هغو اقداماتو او اجرأتو په هکله چی د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی د لویی جرګی له فیصلو سره سم په تیر یونیم کال کی سرته رسیدلی دی، لنډ معلومات درکړم.

    د اساسی قانون له تصویب سره سم د ملی روغی جوړی کړنلاری ته د افغانستان د جمهوری دولت د یوی عمده وظیفی په توګه هر اړخیزه او له انحراف څخه پرته ادامه ورکړه شوی. ټول امکانات او زمینی برابری شوی ترڅو مقابل لوری وکولای شی د تیر خپګیان په هیرولو سره له هغو فرضتونو نه چی دملی روغی جوړی کړنلاری منځ ته راوړی دی، استفاده وکړی او دجگړی د بندولو په خاطر مذاکری او تفاهم ته چمتو شیموږ د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی د لویی جرګی له معتبر تربیون څخه خپل آواز د خلکو د استازو او د افغانستان د ټولو وطنپالو له آواز سره یو ځای کړ، او اعلان مو وکړ چی موږ حاضر او چمتو یو چی په بشپړ  ګذشت او انعطاف سره قدرت تقسیم کړو او ائتلافی اداره د ټولو مخالفو اړخونو په ګډون جوړه کړو.  د تنظیمونو له مشرانو، قومندانانو، بیلابیلو شخصیتونو او ټولو هغو سره چی ځان د خپلواک، مستقل، ناپئیلی، واحد او د ځمکنی بشپړتیا او د ملی استقلال لرونکی افغانستان پلویان ګڼی، سوله ایزی مذاکری سرته ورسوو.  اود ملی نفاق او شقاق په ځای چی د افغانستان  دښمنان هغی ته لمن وهی، ملی توافق زموږ د ګران هیواد د لوړو ګټو پر بنسټ بسیا کړو. موږ د افغانستان د جمهوری دولت چمتووالی په ډیره لوړه سطحه کې، د مقابل لوري د پیشنهادونو، نظریاتو او ملاحظاتو څیړلو لپاره ښکاره کړ.  هیڅ یو سیاسی ځواک، هیڅ یو تنظیم او هیڅ یو شخصیت موچی کولای شي په هیواد کې د سولی د تامینولو لپاره ګټور وی مستثنی نه کړ.  موږ د مذاکری دروازی د هر افغان وګړی لپاره خلاصی پریښودی. د افغانستان جمهوری دولت د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی له لوئی جرګی څخه وروسته نه یوازی د خپلو سیاستونو په اعلان اکتفا نه ده کړی بلکه پرته له دی نه چی مقابل لوری ته منتظر پاتی شی په ملی او بین المللی سطحه کی یې زړور او عملی ګامونه پورته کړی دی.  د لازمو زمینو د برابرولو په خاطر او د متقابل اعتماد د بسیا کولو لپاره په زرګونو بندیان چې په مخالفو مسلحو تنظیمونو پوری تړلی او د ملی امنیت په ضد جرم باندی محکوم شوی ؤ عفو شول، د سیاسی ګوندونو قانون تصویب شو او اوس د هیواد په تاریخ کی د لمړی ځل لپاره د ملی مصالحی د مشی په چوکاټ او د افغانستان د خلکو د ملی ګټو په خاطر اوه (۷) سیاسی ګوندونه عملا ً په مستقلانه توګه متشکل شوی او کار او فعالیت کوی. د دولتی قدرت سیمه ایز ارګانونه د آزادو او عنعنوی انتخابباتو له لاری جوړ شول او د ملی شوری فعالیت له بنځلس کلنی وقفی نه وروسته په هیواد کی راژوندی شو.  په پارلمان کی د (۴۱۰) کرسیوله جملی څخه (۶۰) کرسی افرادو، سازمانونو او مسلحو  مخالفو ګروپونو ته ریزرف ساتلی شوی دی.  یو زیات شمیر عالی دولتی پوستونه د جمهور رئیس د معاون، د صدراعظم د معاون، د وزارتونو له سطحی نه نیولی بیا د ولسوالیو او علاقداریو تر سطحی پوری مقابل لوری ته پیشنهاد شوی دی.  په قدرت باندی د یوه ګوند او سیاسی سازمان انحصار رفع شو او ټولو مخالفو سازمانونواو ګروپونو ته بلنه ورکړه شوه چی د ائتلافی حکومت په جوړولو کی ګډون وکړي.  د افغانستان د جمهوریت د ټولو اتباعو لپاره چی مختلف ټولنیز طبقات او اقشار په کی شامل دی د افغانستان د ټولنی له اوسنیو شرایتو او غوښتنو سره سم د آزاد او بلا مانع فعالیت حقوقی اساسات منځ ته راغلی دی. د دولت د کارمندانو قانون نافذ شو.  د ځمکی او د اوبو نوی مناسباتو اصول چی د متوسطو او لویو ځمکه والو له ګټو سره سمون لری، تدوین شول.  د ملی متشبثینو او تاجرانو او همدا رنګه د بهرنیو پانګه اچولو لپاره د صنعتی او زراعتی موسسو د جوړولو زمینه برابره شوه.  یوازی په ۱۳۶۷ کال کی په خصوصی سکتور پوری مربوطی۱۲۷ پروژی ثبت شویدی چی د هغوی مجموعی پانګه یوولس ملیارده افغانیو ته رسیږی.  د ۱۳۵۷ کال په پرتله دارقم ۵۳ ځلی زیات دی.

    موږ حتی له هغو افغانانو څخه چی په اروپا او امریکا کی ژوند کوی غوښتنه وکړه چی پخپل هیواد کې پانګه واچوي او موږ د دوی د سرمایې د ساتنی  ټول تضمینونه ورکړی دی.  که چیری اوس هغوی نه شی کولای هیواد ته ستانه شی، دوی کولای شی په داخل کی د خپلو استازو په ذریعه پانګه واچی، په کورنی او بهرنی سیاست کی ملی ګټی او د افغانستان د ملت ښیګنی په پام کی نیول شوی دی. او د قشری او ګوندی ګټو له مطرح کولونه ډډه شویده.  دولت پخپل ټولنیز سیاست کی د ټولو زیار ایستونکو غوښتنی پرته له تبعیض او تمایزنه په پام کی نیولی دی او له هغی سره سم ئی عمل کړی او عمل کوی.  د عنعنوی اداری او د ملی جرګه یی دموکراسی شکلونو ته د لومړیتوب حق ورکړ شو.  له عنعنوی او تاریخی ژوندانه او همدا رنګه د ملی ګروپونو له حقوقو او وجایبو سره عادلانه او یو شانی برخورد وشو.  په هیواد کی د سولی د تامینولو په منظور ځینی ولایتونه، ولسوالی او علاقداری د سولی د سیمو په توګه اعلان شوی او د ملی خصوصیاتو په بنسټ د محلی ادارو د جوړولو لپاره زمینه دایره شوه.  د هغو داخلی مسلحو مخالفو قومندانانو او سرګروپونو د حقوقو او امتیازاتو قانون نافذ‌ شو چی د ملی مصالحی له مشی سره یو ځای کیږی.  په دی قانون کی داخلی قومندانانو ته د زمینداری، ترانسپورت، تجارت، زراعت، د مالیاتو او د هغی د جریمی د عفوی، د دوی د مالونو او جایدادونو د مستردولو، بانکی او زراعتی مرسته په برخه کی يو شمیر پراخ امتیازات ورکړ شوی دی.  څوڅو ځله پراخ محلی او سیمه ایز اوربند اعلان شو چی له نیکه مرغه ځینو مسلحومخالفو قومندانانو د شوروی قواو تر وتلو وروسته دی اعلان ته مثبت ځواب ورکړ، او ځینو نورو هغه عملا ً رعایت کړ، چی موږ د دوی دغه عمل د مذاکری او مفاهمی په لور مهم کام شمیرو.

    په ځینو سیمو کی مذاکرات عملا ٌ پیل شوی دی.  د هیواد په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د دینی علومو د تدریس په خاطر د اسلامی علومو د تحصیلاتو او تحقیقاتو پوهنتون جوړ سو چی الحمدالله زموږ دوطن زامن له اسلامی احکامو، د قران شریف له نصوصو او د پیغمبر له احادیثو سره اشنا کیږی او د هغوی مطابق روزل کیږی.  همدا اوس د افغانستان د جمهوریت اسلامی شورا د جمهوری  ریاست په چوکاټ کی جوړه شوی ده او په پرله پسی توکه د هیواد عالی رهبری د هغی له اسلامی او دینی مشورو څخه ګټه اخلی.

    بله مهمه پیښه چی د افغانستان د جمهوریت د شپږ کلنو هلو ځلو نتیحه ده، د ژنیو د موافقت لیکونو لاس لیک دی چی د دوو وروستیو لویو جرګو تر منځ سرته ورسیده.  دافغانستان خلکو د ژنیو د موافقت لیکونو تحقق ته چی تاسو د هغوی له مفرداتو او محتوی نه خبر یاست امید درلود او هیله يی لرله چی د دی موافق لیکونو د نافذیدو او د ټولولاسلیک کونکو له خوا د هغی له صادقانه رعایت سره سم به جګړه او ورور وژنه په افغانستان کی پای ته ورسیږی او سوله به چی له کلونو راهیسی یی انتظار لری تامین سی.  زموږ د خلکو دغه هیلو قانونی، مشروع او منطقی بنیاد درلود.  زموږ خلک حق لری چی د داسی معتبر بین المللی سند د صادقانه تطبیق توقع ولری، دا ځکه چی د نړی د دوو سترو قدرتونو یعنی شوروی اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو د تضمین کونکو په صفت په هغه لاسلیکونه کړی دی.  خو تاسی ګوری چی د ژنیو د موافقت لیکونو له لاسلیک کؤلو او نړی والی ټولنی ته د پاکستان له خوا د مشخصو تعهداتو له سپارلو سره سره نه یواځی زموږ د هیواد په چاروکې مداخله قطه نشوه بلکه دا مداخله په مستقیم تیری او د افغانانو په ضد د پاکستان په جګړه بدله شوه.

د افغانستان د جمهوریت رهبری د ۱۳۶۶ کال په تاریخی لویی جرګی کی ژمنه وکړه چی د شوروی اتحاد د پوځی قطعاتو د بیرته ستنیدلو زمینه به برابره کړی.  دا قطعات د ژنیو د موافقت لیکونو په اساس او د زمانی جدول سره سم زموږ له هیواد نه ستانه سول او اوس په افغانستان کی د شوروی یو سر تیری هی نشته دی.

راځی یو ځل بیا هغوی څخه چی په افغانستان کی ئی د شوروی قواؤ موجودیت د جنګ علت شمیره پوښتنه وکړو چې که چیری د شوروی قطعاتوموجودیت له دولت سره د تاسو د توافق او د جګړی د بندیدلو خنډ ؤ، نو اوس د څه لپاره تاسو د وطن او خلکو په ضد جنګیږی.  هغوی چی تر پرونه پورې ئی په خپلی جګړی او مسلحانه فعالیتو باندی د جهاد نوم ایښی ؤ نو اوس ولی د افغانستان د مسلمانانو په  مقابل کی جنګ ته دوام ورکوي، او هره ورځ په هیواد کی د یوه افغان او یوه مسلمان وینه تویوی.  نور نو ولی د افغانانو زامن  د افغانانو په لاس چی په حقیقت کی سره وروڼه دی ووژل شی، او له منځه ولار شی.  ولی دافغان لاس د بل افغان په وینو سور وی او افغان کور د افغان په لاس وران شی.  پاکستان د ژنیو په موافقت لیکونوکی  ژمنه کړی ده چی د افغانستان حاکمیت، خپلواکی، ځمکنی بشپړتیا، ملی وحدت، امنیت او ناپییل توب ته او د افغانستان دی ته چی په آزادانه توګه خپل سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیز نظام وټاکی او همدارنګه  پخپلو طبعی زیرمو دایمی حاکمیت ولری، احترام وکړی.  له تهدید او د وسلی له استعمال نه په هر شکل چی وی ډډه وکړی او د بل لوری سیاسی او ټولنیز نظام ګډوډ نکړی.  هغه هیواد ژمنه کړی ده چی د پاکستان خاوره به په هیڅ توګه د داسی استفادی وړ ونګرځي چی د افغانستان د جمهوریت ملی حاکمیت، سیاسی استقلال او ځمکنی بشپړتیا نقض کړی، له وسله وال دخالت، خرابکاری، پوځی اشغال او د مداخلی او دخالت له نورو شکلونو څخه که ښکاره وی او یا پټ، ځان وژغوری او بلاخره له هر عمل او هلوځلو څخه چی په هره بهانه وی او مقصدئی د افغانستان په جمهوریت کې د وضعی ثبات ګډوډول وی، ځان وساتی.  د بغاوت او تجزیه غوښتنی فعالیتونه او د هر بل عمل څخه چی د افغانستان د جمهوریت د وحدت د ګډوډولو او سیاسی نظام د تضعیف او تخریب په منظور سرته رسیږی، له مستقیم او غیر مستقیم تشویق څخه ځان وژغوری.  همدارنګه هغه هیواد باید دژنیو موافقت لیکونو د سندونو په اساس پخپله خاورو کې دننه د اجیرانو له روزنی، تجهیز، تمویل او استخدام څخه او د افغانستان د جمهوریت خاوری ته د اجیرانو له لیږلو او د هغوی د مالی تمویل، تجهیز او انتقال څخه ډډه وکړی.  د ژنیو د موافقت لیکنو په اساس پاکستان باید پخپله خاورو کی د افرادو سیاسی او اتنیکی ګروپونو له حضور، په کمپونو او هډوکی د هغوی د میشته کیدلو او یا په بل ډول د هغوی له تنظیمولو، روزنی، تمویل، تجهیز او تسلیح څخه ډډه وکړی.  د افغانستان خلک حق لری چی له پاکستان څخه پوښتنه وکړی چی تر اوسه پوری د ژنیو د موافقت لیکونو له مخی د هغه هیواد کوم رسمی لوز سرته رسیدلی دی؟ زموږ خلک حق لری چی پوښتنه وګړی آیا د پاکستان حکومت نوموړی موافقتنامی ندی لاسلیک کړی؟  دا د افغانستان د خلکو حق دی چی داسی پوښتنی حتمی وکړی.  د افغانستان جمهوریت د ژنیو موافقه لیکونه لاسلیک کړل او د خپلو خلکو په مقابل می د مسئولیت د احساس په بنیاد د هغوی ټول هغه مواد چی د افغانستان په جمهوریت پوری ئی اړه لرله، په صادقانه توګه مراعات کړل.  په دی ترتیب د افغانستان جمهوری دولت خپل مسئولیت د ژنیو د موافقت لیکونو په ترځ کی د خپلو خلکو په وړاندی سرته رسولی تر څو د افغانستان خلک سبا ورځ ونه وایی چی ولی د افغانستان جمهوری حکومت دا موافقت نامی رعایت نکړی.  لکه څنکه چی د پاکستان پوځیان نن ورځ له داسی پوښتنو سره په بین المللی سطح او په ملی سطح مخامخ دی.  همدارنګه د ژنیو په موافقت لیکونو کی هیواد ته د مهاجرینو د بیرته ستنیدلو لپاره مساعد شرایط په پام کی نیول شوی دی.  د افغانستان جمهوری دولت د ژنیو د موافقت لیکونو له نافذیدو سره سم، وطن ته د مهاجرینو د ستنیدلو لپاره، د هغوی د دوباره میشته کولو، هغوی ته د مادی مرستو د رسولو او د راستنیدونکو د ژوندانه د تأمین په خاطر ځینی تدابیر نیولی دی خو زموږ د هلو ځلو په بدل کی جګړه غوښتونکو او د هغوی حامیانو په کمپونو باندی اغزن سیمان راتاو کړی، او د مهاجرینو د ستنیدلو په لاره کی یی خنډونه را پیدا کړل.

     له هیواد څخه لری زموږ مهاجر وطنوال بیا هم په بد ژوندانه کی شپی او ورځی سبا کوی او د پاکستان له خوا هیڅ ډول اسانتیاوی چی د مهاجرو د داوطلبانه بیرته ستنیدلو په منظور د ژنیو په موافقت لیکونوکی په پام کی نیول شوی دی، ندی برابری شوی.  برعکس د افراطی ځواکونو مشرانو د افغانستان د مهاجرو په نامه او نماینده ګی دنړی هیوادونو ته د درویزی لاس اوږدکړی او د میرویس خان، احمد شاه بابا، ابومسلم خراسانی، طاهر فوشنجی، پیرروښان،غازی محمد ایوب خان، غازی محمد عثمان اڅک زی، غازی محمد جان خان وردګ، وزیر محمد اکبر خان، میر بچه خان کوهدامنی،میر مسجدی خان کوهستانی، سردار محمد عظیم بیک سه پای، نایب امین الله خان لوګری،غازی امان الله خان، عبدالرحمن خان لودین، عثمان خان پروانی او د افغانستان د نورو غیرت منو نیکونو د زړه ورو زامنو د عزت په بیه یی د خپل هیواد ژوند او سرنوشت په تجزیه طلبانه معاملو کی شریک کړی دی.  د مهاجرینو زامن او ماشومان په زور او جبر له خیمو څخه راباسی او افغانستان ته یی د ورور وژنی جکړی لپاره را استوی.

   د لویی جرګی درنو غړو!

   د افغانستان جمهوری دولت د تاریخی او ملی ضرورتونو په سم درک کولو سره د ملی مصالحی د سیاست د دوام څخه د یوی شیبی لپاره هم سترګی ندی پټی کړی او تل یی په یو اړخیزه توګه انعطاف منونکیې او ګذشت لرونکی پیشنهادونه وړاندی کړی دی.  که څه هم د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی د لویی جرګی د پیشنهادونو او تنضیمونو په وړاندی د مقابل لوری له خوانه سلیم عقل او مسؤلانه موضع ګیری نده څرګنده شوی.

   د افغانستان جمهوریت د ملی شورا د ۱۳۶۷ کال د عقرب د ۸ نیټی په ګډی جلسی کی پیشنهاد وکړ چی یو بین المللی کنفرانس دی د افغانستان په باره کی دائر شی او د افغانستان د عنعنوی دایمی بی طرفی موقف دی تثبیت کړی.  همدارنګه دا کنفرانس باید د هیواد ټولنیزی او اقتصادی ودی ته د بین المللی مرستو پروګرام او ددی مرستو د ویشلو میکانیزم تر بحث لاندی ونیسی او  د بشر له حقونو نه په دفاع کی او دپراخو سیاسی آزادیود درلودلو دحق لپاره دی لازم حقوقی تضمینونه برابر کړی.  د افغانستان جمهوریت پیشنهاد وکړ چی د افغانستان د غیر پوځی کولو مسئله او د هغو وسلو د راټولولو موضع چی د جګړی د کولو په اوږدوکی زخیره شوی دی، تولیدونکو هیوادوته دی د هغوی د بیرته سپارلو موضوع تر مطالعی لاندی ونیوله شی.  د دی خبری تحقق د افغانستان خلکو ته دا امکان ورکوی تر څو له لس کلنی جګړی څخه په را پیدا شوی زخمونو باندی پټی کیږدی، او په مستقبل کی د ملی او سیمه ایزو نښتو د پیدا کیدو د خطر لاری وتړی.  د هیواد د غیر پوځی کولو له پیشنهاد څخه د افغانستان د جمهوری دولت مطلب دا دی چی یو بل سره ټول اخته ځواکونه له وسله وال مقاومت څخه لاس واخلی او زموږ د ملی دود او دستور سره سم د آزادو انتخاباتو زمینه، چی هیڅ یو سیاسی ځواک او یا وسله وال تهدید په هغی تاثیر ونلری، برابره کړی.  تاسی د افغانستان د ملت استازی ګوری چی د افغانستان د جمهوریت د دی پیشنهاد له صراحت سره سره چی ملی، سیمه ایز او بین المللی اهمیت لری د وسلوالو مخالفو ځواکونو څخه هیڅ یوه هم تر اوسه مثبت ځواب ندی ورکړی.  د افغانستان دایمی بی طرفی او غیر نظامی کول پدی معنی دی چی د افغانستان جمهوری دولت به دنړی له ټولو هیوادونو سره حَسَنه روابط ولری او د ځان لپاره به د یو موټی، د ملی خپلواکی او ځمکنی بشپړتیا لرونکی دولت حق محفوظ وساتی.  همدارنګه د افغانستان جمهوریت د دی پیشنهادونو د تحقق په صورت کی به هیڅ یوه سیمه ایز او بین المللی پوځی اتحاد کی شامل نشی او په سیمه ایزو او نړیوالو لانجوکی به د هیچا پلوی نکوی، صرف د یو خپلواک، بی طرف، ناپییلی او له پوځی او سیاسی نظره به د یو غیر وابسته هیواد په توګه په نړی کی پاته سی او خپلی ټولنیزی او اقتصادی ودی او پرمختګ ته به مخه وکړی.  د دی پیشنهادونو په وړاندی د مقابل لوری چوپتیا په روښانه توګه دا استنتاج منځ ته راوړی چی هغوی په دی بر سیره چی خپلی محدودی، قشری، ګروپی او حریصانه ګټی به پام کې لري په دی لټه کی دي تر څو افغانستان په راتلونکی کې له پوځي او سیاسی نظره په هغو هیوادونو پوری وتړی چی د دوی ملاتړ کوی.  د کنفدرانسیون تر نامه لاندی له پاکستان سره د افغانستان د ادغام د مسألی طرحه پرته له دی څخه کومه بله معنی نشی لرلای.  د ملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان د دولت د پیشنهاد او مکررو مراجعو په بنیاد او د پاکستان له لوری د تهدید د مسألی د څیړلو د غوښتنی په اساس د ملګرو ملتونو د ټولنی (۴۳) عمومی اسامبلی اجلاس په عمومی توافق سره د افغانستان په مورد کی یو پریکړه لیک تصویب کړ او د ژنیو د موافقت لیکونو له لاس لیک کونکو څخه یی وغوښتل چی خپلی ژمنی د افغانستان په مقابل کی رعایت کړی.  د امنیت د شورا د وروستیو غونډو په لړکی چی د افغانستان په بلنه دایری شوی وی، یو ځل بیا د نړی والی ټولنی تمایل او اراده د یوه سیاسی او سوله ایز حل د لاری د پیدا کولو او دژنیو د موافقت لیکنو د بشپړ رعایت غوښتنه، په صراحت سره څرګنده سوه.

    د لویی جرګی محترمو غړو!

    اوس د شوروی قواو د ستینیدلو له شروع څخه یو کال او هغوی له بشپړ ستنیدلو څخه دری میاشتی تیریږی.  د شوروی اتحاد قطعاتو له ستنیدلو څخه وروسته زموږ اتلو وسله والو قواوو د جلال آباد، خوست، ګردیز، کندهار، هرات، لویو لارو او د هیواد استراتیژیکو سیمو څخه میړنی دفاع وکؤله او کویی یی. دا خبره د افغانستان د جمهوریت د وسله والو قواوو او افغانستان د جمهوریت د ساتونکو د میړانی روښانه مثال دی.  د ژنیو د موافقت لیکونو دلاس لیک او نافذیدو سره سره د ملګرو ملتونو د ۴۳ اجلاس عمومی غونډی د پریکړه لیک د غوښتنو په پام کی نیولو سره او سولی ته د افغانستان د خلکو د چټکی او ضروری اړتیا له کبله چی په هیواد کی د روانی جګړی بندیدل او د سولی بسیا کول له موږ نه غواړی، د افغانستان د جمهوریت په ضد تیری او لاس وهنه نه یواځی قطع شوی نده بلکه شدت ئی هم موندلی او د سیمه ایزی نښتی خطر یی رامنځ ته کړی دی.  اوس یواځی د افغانستان د مسألی حل مطرح ندی، بلکه دا موضوع پراخه شوی او د افغانستان او پاکستان تر منځ د وسله والی نښتی د مخ نیوی مسأله مطرح ده.  د هیواد په اوسنی مرحله کی چی له بهر څخه مداخله د یوه فعال او دایمی عامل رول لوبوی دا خطر منځ ته راغلی چی د افغانستان د جمهوریت کورنی مناقشه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یوی جګړی بدله شی.

    دا وضعه د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا د امریکایی وسلو او سعودی پیسو په واسطه منځ ته راغلی او د پاکستانی جنرالانو له خوا سوق او اداره کیږی.  په دی توګه د افغانستان جمهوریت دا حق د ځان لپاره خوندی ساتی، چی په معین وقت کی له پاکستان، سعودی عربستان او د امریکی له متحده ایالاتو څخه د نا اعلان سوی جګړی او د افغانستان د خلکو پر ضد د تیریو د محرکینو او سازمان ور کونکو په صفت د ټولو هغو ورانیو د تاوان غوښتنه وکړی چی د جګړی په نتیجه کی د افغانستان خلکو ته رسیدلی دی.  د دی هیوادونو رهبران باید د هغو میندو، کوچنیانو او کونډو په وړاندی چی د هغوی له خوا د بل شوی جنګ په اورکی یی خپل اقارب او دوستان له لاسه ورکړی دی او ورکوی یی ځواب ورکړی.

    د افغانستان ټولو خلکو انتظار درلود چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنیدلو وروسته چی مخالفینو جنګ ته د دوام ورکولو یواځنی عامل ګاڼه او د همدی پلمی له مخی یی د هغی پر خلاف جهاد کاوه، او پاکستان هم د شوروی اتحاد د قطعاتو وتل په سیمه کی د ثبات او امنیت عمده عامل باله، حالات به په هیواد کی استقرار ومومی او وسله والی نښتی به بندی شی، څرګندوم چی د خلکو دا محاسبه سمه او پر ځای وه، ځکه چی د جنګ د ادامی د توجیه کولو لپاره نور هیڅ کوم بل دلیل ندی پاته شوی.

    د افغانستان د ښارونو او ولایتونو د نیولو بلانونه د پاکستانی پوځیانو له خوا د امریکایی مشاورینو تر نظر لاندی جوړ شول او په پاکستان کی د میشته تنظیمونو مشران د پردیو او پاکستانی پوځیانو په لاس کی د بیځانه او بی روحه وسایلو په توګه د افغانستان د پوځی اشغال، د خلکو د قتل او وژنی او د هغی د ورانی په فکر کی شول.

 انکار نه منونکی سندونه او شواهد په لاس کی شته، او د پیښو وروستنی بهیر وښودله چی مخالف وسله وال افراطیون او هغه هیوادونه چی د افراطیونو ملاتړ کوی د افغانانو په خاوره باندی د تیری قصد لری او هلی ځلی کوی چی د افغانانو د واحد وطن، ملی واکمنی، ځمکنی بشپړتیا، او خپلواکی له خطر سره مخامخ کړی.

    د شوروی اتحاد د قطعاتو د ستنیدلو په درشل کی مخالف افراطیون په ډیرو مودرنو وسلو او تجهیزاتو مسلح شول او د پاکستانی پوځیانو تر مستقیم ملاتړ لاندی د افغانستان جمهوریت په خاوره کی نفو‌ کوی.  هغوی د ښارونو په اوسیدونکو باندی حملی کوی، په اقتصادی تأسیساتو، ښوونځیو، لویو لارو هوائی میدانونو، مقدسو ځایونو او عامه دارایی ګانو باندی یرغل کوی او لوټوی یی.

   له بده مرغه اسلام آباد تر اوسه پورې همغه رسوا رول لوبوی چی جنرال ضیاوالحق لوباوه.  زموږ ګران هیواد وال په یاد لری چی ضیاالحق به ادعا کوله چې د افغانستان اپوزویسیون هډو د پاکستان په خاوره کی وجود نلری او هغه هیواد د افغانستان په کورنیو چاروکی لاس وهنه نکوی.  نن هم د اسلام آباد نه دا ډاډګیرنه اوریدل کیږی چی ګویا پاکستان د افغانستان د مربوطه حالاتو د عاجل او سوله ایزه هوارولوغوښتونکی دی.  غواړم د هغه هیواد مسئولینو ته ووایم:

    ښاغلو راپه سد سی! آیا د میرمن بی نظیر بوټو حکومت خبر دی چی د افغانستان په دننه کی د وسله والو بانډونو مشران د خپلو حامیانونه یعنی د پاکستان له پوځی استخباراتو نه څه امرونه اخلی، که هغه نده پری خبره زه ئی ورته وایم! افراطی ګروپونو ته پاکستانی د استخباراتو د اداری امرونه داسی دی چی د افغانستان په عمده ښارونو باندی د راکیټونو اورول تر پورتنی اندازی پوری زیات کړی، هوایی میدانونه وران کړی، د هیواد عمده ښارونو او پایتخت ته د غذایی موادو د رسولی لاری بندی کړی، د موادو کمښت او قلت رامنځ ته کړی.  تر څو په دی توګه افراطیون د افغانستان د قانونی دولت په راپرزولو بریالی شی.  ټول ګوری، چی اسلام آباد او په اسلام آباد کی جوړ شوی حکومت تر اوسه پوری د سوله ایزه حل لپاره حتی یو پیشنهاد هم ندی وړاندی کړی تکراروم یو پیشنهاد یی هم تر اوسه پوری مطرح کړی ندی.  مګر د سولی په لوری دهلو ځلو خبری هم اسلام آباد کوی هم نور.  څرګنده ده چی په افغانستان کی د سولی او آرامی چیغونه د پاکستان د پوځیانو هد