|
||||
|
تاریخ نشر:10.07.2008 |
||||
|
بسم الله
الرحمن الرحيم دافغانستان ملي دريځ ګوند اعلاميه په افغانستان کې نړيوال پوځي ځواک او د هغو وسله والو ميرڅمنو دبې باکه، بې مسؤليته، جګړېزو، ترهګريو، وژونکو کړنو له کبله هره ورځ په لسګونو بې وزله افغانان چې ډيرۍ ئې ښځې، ماشومان او ولسي وګړی دي وژل کيږي، د بدامنيو، ناخوالو، ربړو، او همداشان دهیواد، د راتلونکې په اړه د پوښتنو لړۍ نوره هم اوږده شوې، دلته په ځانګړي توګه د نورستان ولايت پر ولسي وګړو، دننګرهار ولايت په هسکه مینه کې د واده پر ګډونوالو بې رحمانه بمبارد او په کابل کې د هندوستان په سفارت دځانمرګي بريد چې نږدې دوه سوه انسانان ئې ژوبل، زخمي او ووژل، په کلکه غندنه کوو، او ناروائې ګڼو. د نړېوال پوځي ځواک نوموړې ظالمانه بمبارد په ځانګړي توګه دپوښتنې وړ ده، ځکه دوی چې د پرمختللې تکنالوژي لرلوسره د دوست او دښمن، د ملکې او نظامي توپير نشي کولې، نو د طالب کم لوستي او نالوستي ترهګر به څنګه د سم او ناسم توپير وکړي؟ خو دا خبره د ځان وژنکو ترهګرو د مشروعيت معني نه لري، عظيم الشان قران په صراحت او وضاحت ځان وژنه منع کړې ده چې د نسا سوره (٢٩ايت) کې داسې څرګندوي: «ولا تقتلو انفسکم ان الله کان بکم رحيما» (ژباړه: ځانونه مه وژنۍ خدای پر تاسې مهربان دی). په دې توګه موږ له ښکيلو اړخونو د جګړې بنديدل او د ښکاره او مسؤلانه خبرو پیل غواړو، همدا ډول له اروپا ميشتوهغو افغانانو چې د افغاني غيرت او ويښ وجدان خاوندان دي او په ځانګړي توګه دسياسي کړيو او ټولنيزو سازمانو له مشرانو غواړو چې په افغانستان کې د ظلم د غندنې او مخنيوي، د سولې او ثبات لپاره د کار، اروپائي جرګه جوړه کړي، چې لږترلږه د اروپا له سوله ايزه امکاناتو د ربړيدلې او مظلوم افغانستان په ګټه ګډ ګام پورته کړو. زموږ په فکر په اروپا کې د افغانانو له لوري نظريات، شننې، ارزونې او نيوکې په کافي اندازه خپرې شوي، نو ځکه ددې مهال کلکه غوښتنه او اړتياد اروپا ميشتو افغانانو مشخص سوله ايز او اغیزمن اقدامات ګڼو، د ملي دريځ ګوند د مشرتابه هيئت په درناوي سره په دې اړه د هیواد، هر هغه سياسي – اجتماعي سازمان او شخصيت ته چې د سولې لپاره د ګډ کار ليوالتيا لري د خبرو او اړيکو ټينګولو بلنه ورکوي. موږ سره په لاندې بريښنا ليک او تليفون شمیرو اړیکې ټنګولی شئ. په درناوي
Tel: 0208 204 3787
|
||||