www.payamewatan.com
     
 

بسم الله الرحمان الرحيم

دافغانستان ملي دريځ ګوند
اعلاميه
!

د ٢٠٠٦کال داکتوبر دمياشتي ٢٩ نيټه

   په خواشينۍ بايد څرګنده کړو چې دکندهار ولايت د پنجوايی په ولسوالۍ کې له شپیتو  (٦٠) تنو زيات ملکي وګړي په شها دت رسيدلي، دا دغم خبر د خبري رسنيو لخوا په داسې حال کې خپور شو چې افغان ولس د کوچني اختر په لمانځلو بوخت وو، څرنګه چې تاسو ته څرګنده ده دا لومړی ځل ندی چې د ناتو د غړو هیوادو د ځواکونو لخوا د ډیر پرمختللي تخنیک او تکنالوژي په لرلو سره بياهم دا ډول نه بښونکې تيروتنې کيږي، پخوا په ارزګان کې د واده په مراسمو کې ګډون کونکو باندې، په کنړ کې په ملکي وګړو او په ځينو نورو سيمو کې ورته بمبارد شوی.

   دافغانستان ملي درېځ ګوند يو ځل بياد نوموړو پيښو په کلکه غندنه کوي او د دی ډول بشري ضد او نورو بشري حقونو خلاف اعمالو لکه د بي  ګناه انسانانو زنداني کول او په بي شرمی سره شکنجه کولو د لړۍ ژرترژره دپای غوښتنه کوي.

   څرنګه چې د افغانستان ولس مشر ښاغلې کرزې د نوموړو په اړه د پوښتنې ژمنه کړې باید د خپلو اقدامات پایلې ولس ته څرګندې کړې او خپلو خلکو ته د هغې اوړې په اساس چې کړی یې ده ځواب ووایي.  د ناتو قواوې باید پوه شي چې د بشري ټولنې تاریخ په تکرار ښودلي چې پوځي تشدد، د ټولنیزو او نړیوالو ربړو د حل لار نده.  هر زور زیاتی د بل تاو تریخوالي د رامنځته کیدو سبب او علت ګرځي، موږ د نوموړو بی رحمانه او غیر مسئولانه تیروتنو د پوره تحقیقاتو غوښتنه کوو او عاملین یې باید محکمې ته راښکل شي.

   د ناتو غړي هیوادونه باید هغو وکړو ته چې له پنځو کالو را پدی خوا د نوموړو پیښو قربانیان دي په نړیوال معیار برابر تاوان ورکړي او له افغان ولسه باید رسمي بښنه وغواړي. 

   همدا راز موږ له هغو ټولو خبیرو او بصیرو افغانانو چې د سولې، عدالت او د بشري حقونو پلویان دي او د افغانستان د پایښت او ملي افغاني هویت د ساتنې فکر او مینه لري، که په هر ګوند یا تنظیم پورې تړلي وي ( ځکه په هره ډله کې دا ډول شخصیتونه نه شته) په کلکه غواړو چې د اوس وخت بیړنیو پوښتنو ته د ځواب موندلو او د بشر ضد اعمالو د مخنیوي لپاره د ګډ کار په میکانیزم او تدبیرونو لاس پورې کړي، په دی توګه به د نوموړو پوځي ځواوکونو د حکومتونو او ملتونو پام د نوموړو اعمالو خطرناکو پایلو او عواقبو ته راواړول شي. 

   هغه سترګه ور افغانان (په سیاسي ګوندونو پورې تړلي او ناتړلي) چې د ګران افغانستان افغاني اسلامي هویت د ساتنې په اهمیت پوهیږي د ګډ کار مرکې دی پیل کړي او په خپل ټول توان سره دی د افغانستان د ژغورلو لپاره فعال او څرګند دریځ غوره کړي.

   د حکومت مخالف لوري ته او په ځانګړي توګه د اسلامي ګوند او د طالبانو د غورځنګ ښاغلو سیاست والو ته باید ځرګنده شي چي تر ټولو تاسي ته ښه معلومه ده چې خدای پاک په خپل رالیږلي سپیڅلي قرآن کې د خپلو نازل کړو احکامو د ساتنې ژمنه کړې، فلهذا پدې اړه وسواس لرل، له کفر سره برابري لري.  دلته د (۵۷۰)م کال د عام الفیل پیښه او د نبي کریم (ص) د نیکه ځواب ابرهه ته د عبرت وړ دی.  اما د هیوادونو او ممالکو د خاورې او سرحدونو، ملي هویتونو، ژبو او تاریخي ویاړونو پالل او ساتل په انساني هڅو، په خدای پاک توکل او دعاګانو باندې محدودیږي.  همدا راز د غیرت او زړورتیا تر څنګ د هیواد ساتنې لپاره سیاسي بصیرت او افغاني احساس تر ټولو اړین ګڼل کیږي. 

   په جکړه کې د افغانانو لپاره له تباهۍ پرته بله هیڅ لاسته راوړنه وجود نلري، زموږ له جګړو یوازې د هیواد سیمه ایز رقیبان او په کور دننه بیلتون غوښتونکي ګټه ترلاسه کوي.

   راځئ پریږدو چې د نفت نړیواله کرغیړنه لوبه زموږ له هیواده بهر تر سره شي او زموږ ولس د خپلو ټپونو د رغښت موقع ومومي، راځۍ په سوله ایز، مشروع او د عدم تشدد پر بنسټ د لوړو افغاني او اسلامي هدفونو په لور وخوځیږو.

په درناوۍ

حبیب الله جانبدار

د افغانستان د ملي دریځ ګوند مشر

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<