www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:12.07.2010

له استاد پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال سره خواخوږي

داڅه خوني ورځ ده چې فطرت لکه چنګیز
په سپین سهار تالا کړلو حرم زما د زړه

 

کل نفس ذایقه الموت

په ډېره خواشينۍ مې خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې او فرهنګ د یوه خدمتګار، ګران استاد پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال، د زړه سر او د سترگو تور، زلمی زوی، پرویزګل پکتیاوال، په استرالیا کې د یوې ترافیکي پیښې له امله تاند لباند شو.  

انا لله وانا اليه راجعون.

 زه  په ځان کې له ډاکتر صیب سره د خواخوږۍ له پاره د الفاظو د پیدا کولو متره نه وینم،  خو دومره وایم چې په دغې دردونکې پېښې سره نه يوازي ډاکتر ستارګل او د ده کورنۍ ودردېده، بلکې د دنیا په هر ګوټ کې د دوی خواخوږي او د پښتني فرهنګ ټول خدمتګاران، د دوى له دې درد سره وزوریدل.  

 زه خپل ګران دوست ډاکتر صیب ستار ګل پکتیاوال، د دوی دروند پلار جنرال صیب جنت ګل پکتیاوال، انجنیر حبیب ګل پکتیاوال، ډاکتر نذیرګل داور او د دوى له ټولې کورنۍ سره سم، د غم او ویړ پر دې ټغر ناست یم، او د لوى الله (ج) دربار ته لاسونه لپه کوم چې، دوی ته د دغه درانه غم، د زغم وس او زموږ ځوانیمرګ شهید پرویزګل ته جنتونه ورپه برخه کړي.  

مرگ حق دى زموږ ټولو همدا لاره ده

عبدالهادي هادي

 

 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد