www.payamewatan.com

 


 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:14.03.2009

 

دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې د ژورې خواشیني پیغام

 

په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاس کړ چې دمونشن په ښار کې زموږ  ډېر مهربان  مشر  ورور عبدالواحد فراهي د ورپېښې ناروغي له وجې  له  دې  فاني نړۍ څخه  سترګې  پټې کړې ؛

انا لله وانا اليه راجعون

 لکه  څومره چې خدای بښـلی فراهي صاحب  د دنګ  قامت  څښتن  و همدومره  د لوړ  پښتني، غرور، احساس  او  زغم لرونکی، په کشرانو مهربان او خورا مېلمه پال افغـــان و موږ مونشن مېشتي افغانان یې  ډېرنازولي یو زموږ مجلسونه به  تل په  فراهي صاحب  ښکلي ښکارېدل  خو درېغه  چې اوس  یې  موږ  په  دې  پردېسه نړۍ کې یوازي  پرېښودو، له  همدې  کبله  زموږ  دکولتوري  ټولنې  ټول غړي  په  دې  ویر کې ځانونه  شریک ګڼو، د خـدای بښلي فراهي صاحب کورنۍ ، خپل اوخپلوانو ته له الله (ج) څخه جمیل صبر  او زموږ ګران  فراهي صاحب ته فردوس جنت غواړو.

دبایرن مېشتو افغانانود کولتوري ټولنې په استازیتوب
محمد امین بسمل

 

   

   بازگشت به صفحۀ اصلی