www.payamewatan.com

 

 


 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:12.03.2009

 

د خواخوږۍ پیغام

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد وتلې او منلې سیاسی ملي شخصیت محترم عبدالواحد فراهی نن د مارچ په ۱۲مه نيټه د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله په جلاوطنۍ کې له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

انا لله وانا اليه راجعون

د وطن پیغام کاری هیئت، په داسې حال کې چې د ارواښاد عبدالواحد فراهی مړینه، په ځانګړي توګه په اوسنیو شرایطو کې، نه یوازې د نوموړي کورنۍ او دوستانو بلکه د هیواد لپاره ستره ضایعه بولي؛ او د ژورې خواخوږۍ څرګندولو سره، د لوی خدای له دربار څخه هغه ته مغفرت او د درنې کورنۍ غړو او دوستانو ته یې صبر او د زړه تسلا غواړي.

په درناوي
ایمل پیروز
د وطن پیغام
د ویب سایټ مسئول

 

   

   بازگشت به صفحۀ اصلی