www.payamewatan.com
     
 

 

د شهید ډاکټر نجيب په خپل لاس ليکل شوي  ياداښتونه
 

لاندې لیکنه د شهید ډاکتر نجیب الله د شخصی لیک د ځینو برخو پښتو ژباړه ده چې د١٩٩٣ ع کال د جولای په ١٣ نیټه یې خپل د یو ګوندي او شخصی ملګري په غوښتنه لیکلی دې او په هغه کې یې د ١٣٧١ ل کال  د پیښو پر بهیر باندې په مؤجزه توګه څرګندونې کړي٠
بی شکه چې دا لیکنه به د ١٣٧١ ل کال د پیښو د څیړلو او کرکتنو په لار کې درنو ليکوالانو ته د تاریخ په ورکو کې د بل مشال رول ولوبوي٠

 

١ - د ټولو اساسي ځواکونو څلور جنرالان :  لوی درستيز دلاور، د کابل د ګارنيزيون مسوؤل او د دفاع وزير مرستيال عظيمی، د هوايی او د هوايی مدافع قوماندان فتاح، د ګارنيزون  قوماندان سيد اعظم يو ځای د کار دفتر ته راغلل، چې تاسې ځان مونږ ته تسليم کړئ چې اوضاع خرابېږی او مونږ ستاسې ژغورنه کوو!!

له خپل دفتره مې وايستل او ځان می لاستړلی ور ونه سپاره.

٢- د يکشنبې په ورځ مې د دری ګونو ځواکو له ټولو جنرالانو او مسوؤلينو سره غونډه جوړه کړه او ورته و مې ويل چې د جمعې په ورځ يوه بې پرې کومېټه چې له سره په هيڅ ګوند او تنظيم پورې تړلې نه وي، ټولو زمونږ په ګډون سره توافق کړی، کابل ته راځي او د هغې اعلاميې له مخې چې ما ور کړې، واک په لاس کې نيسی. له ٣٥ کسو ځنې ١٨ يې د جمعې په ورځ کابل ته د راتګ لپاره چمتو شوي دي. دوی له ځان سره په جېب کې کوم اردو، ژاندارم يا امنيتي ځواک نه لری، چې رايې ولي، ناچاره دی، چې ستاسې پر وسله والو ځواکونو او  د دولت پر اداره به  تکيه کوی او تاسې هم له زړه نه ور سره همکاری وکړئ: بله دا چې ملګری ملتونه هم ستاسې او د هغوی تر څنګ ولاړ دی. ٤٥ ورځې وروسته د ټولو افغانانو لويه غونډه (لويه جرګه يا افغانی مجلس يا شورا) غونډه کوی، د يوه يا يو نيم کال منل شوې مودې لپاره يو موقت حکومت جوړوی. موقت اساسی قانون تصيوبوی او انتخابات کوی. په دې توګه سوله ټينګېږی او جنګ پای مومی. زه قربانۍ او له واکه تېرېدو ته چمتو شوی يـم. تاسې ټول په خپل ځای پاتې کېږی ،  پام کوئ، چې په کومه لوبه لاس پورې نه کړئ او کومه کود تا سمباله نه کړئ، لومړی تاسی پخپله پکې سوځئ، يوه مفصله وينا مې ثبت شوې، خو لا خپره شوې نه ده، يوه تاريخی وينا چې بيا په يې تاسې  واوری .

غوږونه مې يې خلاص کړل ځکه له پلان نه يې خبروم، تاسې به وايئ چې پلانونه دې ولې شنډ نه کړل ؟ داکا رمې کولای شو، خو بيا به مې لاس تورې ته وروړ، حال دا چې ما د خپلې استعفا اعلاميه يوه مياشت مخکې ور کړې وه. بيا به خلکو، نړۍ او ملګرو ملتو او ټولو ويل، چې نجيب دروغ ويل. له يوې خوا يې د سولې د ټينګښت لپاره واک سپارنې ته تياری ښوده او له بل پلوه يې د واک ټينګو لو لپاره تورې ته لاس وروړ او خلک يې له تېغه تېرول . هغه واک غوښتونکی دی، نه سوله غوښتونکی. ځواکونو کور پر سارا او دننه او بهر، وضع لا ويجاړو له او له تاريخی پلوه د ټولو ويجاړيو پړه زما پر اوږدو پرېوته، لکه نن چې د نورو پر اوږو، د توطئه ګرو اود سيسه کارو پر اوږو پرته ده.

هغه وخت به ملګري ملتونه هم راسره نه وو او لسګونه نورې خبرې ..... د خلکو او تاريخ په وړاندې مسسؤوليت ته به مې څه ځواب وايه؟. د نړۍ او ملګرو ملتو په وړاندې به مې څه ځواب وايه؟، خو له بده مرغه ويې نه منله...
 

٣- سبا د چار شنبې پر سهار مزدک او کاوياني پخپل سر د کابل ګارنيزيون  ته لاړل اواعلان يې وکړ، چې ګوندې مونږ بېګا ټول واک له نجيب نه واخيست، يعنې هغه نور بې واکه شوی دی.

(د يو ګوند اجراييه هيات څه حق لری، لويه جرګه، اساسی قانون او د دولت او حکومت  نورمونه څه شول؟ يو هم مهم نه و، ځکه کودتايی حلقې بشپړېدې، نو د قانونيت رعايت ته څه اړتيا وه؟)

يو ولس بجو شاوخوا عظيمی راته راغی، يا يې رالېږلی و او زما استعفا يې وغوښته. زما ځواب بيا هم هماغه و، چې نن بنين سيوان راځی، زما هر اقدام له هغه سره تر خبرو وروسته پورته کېږی.
 

٤- سهار وختی د سر قوماندان له اجازې پرته د سياسی بيرو په امر ګڼ شمېر الوتکې بلخ ته الوتې وې چې د دوستم سړی ګوا کې د کابل د دفاع او په اصل کې د کودتا د بشپړ ولو لپاره د کابل په هوايي  ډګر کې را کوز کړی. له هوايی مدافع  قوماندان فتاح نه مې تيليفونی پوښتنه وکړه. دا کار دې د چا په امر کړی دی؟ ويل يې د مرکزی کومېټې د سياسي بيرو په امر.

ومې ويل: سر قوماندان څه شو، دولت څه شو چې سياسی بيرو د واک واګې په لاس کې واخيستې؟. الوتکې له واره راو غواړئ. ويل يې: صاحب! له سړيو  ډکې الوتکې د کابل هوايی ډګر ته رارسېدلې دی. په دې توګه د دوستم او جمعيت اسلامی سړی په ګډه د کابل پر هوايی ډګر راننوتل.

 ٥_ د ماښام مهال زما دفتر ته وکيل راغی، چې ګوندې ماله بريالي سره جنګ کړی، هر څه مې وسپارل، يوازې دوستم نه، مخالفين ، هم ورسره يو ځای راغلل او د دوستۍ او پښېمانۍ او اوښکو تويولو څرګندونه يې وکړه. زه يې  په غېږ کې ونيولم او خدای پامانی يې وکړه. په زړه کې مې وويل: چې نجيبه يوه خو يې ومنله، چې ستا کار نن شپه خلاص دی... په دې منځ کې وکيل بيا بيا کور ته ټيليفون کوی، چې مونږ د بنين سيوان لار څارو، راغی، رانغی؟ اصلاً يې زه کتم، چې په کور کې يم، که نه يم:

خور يې  ثريا هم مهرباني وکړه  دوه ځلې يې په تليفون کې زما احوال واخيسته او ويل به يې که څه امر خدمت وي .   ويې ليده چې زه د تيږې په څېر پر خپل ځای يم او چېرته نه يم خوځېدلی....
 

٦- د شپې ډوډۍ مې له توخی او احمد زی سره وخوړه او د کور پر لور راغلو ، څو هلته د بنين سيوان راتګ او ليدو ته ايسار شو. له بلې خوا د کابل او پاکستان تر منځ له بنين سيوان سره پرله پسې په تماس کې يو او هغه ډاډ راکوی، چې د کومېټې ( ناپېيلې کومېټه) کار يې بشپړ کړی او نن شپه کابل ته درځم. ورسره بنين سيوان وويل ، کومېټه هيله کوی، چې د جمعې پر ورځ ( د حمل ٢٨ ) زمونږ تر درتګ وړاندې دې نجيب له کابله لاړ شی او اوس د پنجشنبې شپه ده. يعنې نن شپه او د پنجشنبې پر ورځ دې دا کار وشی... دوی ( کودتايان) په دې فکر کې شول، اوښايی دا إټکل يې کړی وی، چې هسې نه نجيب له بنين سيوان نه وغواړی، چې د ملګرو ملتو يو څو سوه کسه د کابل هوايی ډګر ته ننوځی او ګوا کې د دوی بريالی کودتا شنډه شی.

د پنجشنبې دولس نيمې بجې خدای دې و بخښي يعقوبی صاحب تيليفون وکړ او ډاډ يې را کړ، چې له پاکستان نه خبر را رسېدلی، چې کومېټه تياره شوې ده او د جمعۍ په ورځ راځی، ورته ومې ويل،چې خبر يم او له ما نه استعفا غواړی، تياره کړې مې ده او دا کار کوم.

ليده مې چې د شپې دوه بجې شوې، په کابل کې د بنين سيوان درې مرستيالان دوه سياسی او يو پوځی لومړۍ لمبر ماڼۍ ته راننوتل او ويې ويل چې بنين سيوان د کابل هوايي ډګر ته راغی، الوتکه يې ورته محاصره کړې ده. نه يې پرېږدی، چې را کوز شی او ټينګار کوی، چې بېرته دې والوځی. تيليفونو ته ورغلم، ټول پرې شوي وو، بې له دې چې خپل موټر ته معطل شم ، له جفسر،  احمدزی او توخی سره د ملګرو ملتو په موټر کې سپور شوم. د هغوی له مرستيالانو سره يوځای مو غوښتل، ګارنيزيون ته لاړ شو، چې پوه شو، بنين سيوان ولې نه پرېږدی، په څلور لارې کې يې ودرولو، د شپې نوم مې هم ور کړ، څوک ورته نه ګوری، ځان مې وروښود،  وايی، پېژنو دې، چې رئيس  صاحب يي . ما ورته وويل نو پرېږدی، چې لاړ شو ، اجازه نه راکوی، ناڅاپه ټولو پروت وکړ او د ټوپکو لټونه يې ووهل، د خدای  فضل و، چې موټرونه د ملګرو ملتونو وو، په مخابره يې له   ګارنيزيون سره اړيکې ټينګول، دوی ورته ويل،  چې موټرونه د ملګرو ملتو دی او له هغه ځايه د اور امر نه ور کوی. ځکه د ملګرو ملتو پر ګاډو ډزې لوی مسوؤليت لری. له څو دقيقو ايسارتيا وروسته بېرته ستانه شو، د کور تيليفونو نه پرې شوی وو، تصادفاً د ملګرو ملتو دفتر ته راغلو، چې له سګاپ نه له ګارنيزيون سره تيليفوني اړيکه ټينګه کړو. راغلو سګاپ ته، له دې ځايه مو چې تيليفون وکړ، عظيمی واخيست، ورته و مې ويل، چې هر څه کوئ ويې کړې،  خو د سر منشی استازی مو په هوايی يګرکې ايسار کړی دی او دا دی زه د ملګرو ملتو له دفتره له سرمنشي سره اړيکه ټينګوم، که بنين سيوان دفتر ته راونه رسی، د ټولو مسايلو پايلې به ستاسې پر غاړه وی. راته يې وويل: نه پوهېږم صاحب! لوچکان راغلی. نه پوهېږم څه کوی؟ دادی زه او دلاور ځو او بنين سيوان راولو ( دوی غوښتل، بنين سيوان له هوايی  ډګره رخصت کړی او بيا ددې خوار بنده فرياد واوری. زما دا هيڅ په فکر کې نه وو، هلته راغلی وو، چې تيليفون وکړو او په کور کې د بنين سيوان انتظار وکړو. کاته مو چې د سهار پر څلورو بجو عظيمی پر لوی وره راننووت  او بنين سيوان يې له ځان سره راووست.

رسم تعظيم يې پر ځای کړ او هيله يې وکړه، چې صاحب! ستاسې د امنيت لپاره مو دوه ټانکو نه او يو څو زرهپوښونه او يو ځواک د لوی وره ( سکاپ)  شاوخوا  ته راوستی، چې تاسې خوندی اوسئ اوهيله کوم، چې له دې ځايه ونه وځئ او په دې توګه مونږ په سکاپ کې پاتې شو ...

ګورئ چې دلته په ناسته کې هم مونږ لاس و پښې ونه وهلې او مونږ هغه پېښو چې ځان مو ورسپارلی و، دلته راوستو....
 

٧- د يکشنبې پر ماښام يعنې د دوشنبې پر شپه يې سالنګ ديوه سازش له مخې  وسپاره او زمونږ او مخالفينو ځواکونه يو ځای شول. دوشنبه ارامه وه، د سه شنبې پر شپه او پر سبا يې جبل السراج  د : ( ٢ فرقې ګارنيزيون) او چاريکار يې يو ځایونيول . دسه شنبې پر ورځ مو ټول زور واچاوه چې د باګرام هوايی ډګر وساتو، خو له دې ناخبره چې هلته هم سازش شوی و. د سه شنبې کرۍ ورځ له دلاور نه نيولې تر عظيمی او قهرمان بابا جان             ( دا وخت د ګارنيزيون قوماندان)  پورې  راته ډاډ را کاوه، چې د باګرام دفاع کېږی خو د چار شنبې په شپه  ( چې سبا يې چارشنبه ده) پر دوولس نيمو بجو له انجنير نظر پرته چې مخکې مې وويل چې د يوه هيات په مشرۍ د هند په سفرتللی و، د سياسی بيروو ټول اصلی اوعلی البدل غړی. په جمهوری رياست کې زما د کار دفتر ته راننوتل او ويې ويل: چې مونږ په مرکزی کومېټه کې تر اوږدو خبرو او يوې پرېکړې ته د رسېدو وروسته  تاسې ته راغلی يو.

_ مهربانی! څه پرېکړه مو راوړې ده؟

لايق د دوی د وياند په توګه لومړی خبرې وکړې   سريزه ، تمجيد او عامې خبرې . که رښتيا رانه وپوښتی هيڅ په مقصد يې پوه نه شوم  . ومې ويل په  غرض دې پوه نه شوم ، مشخص يې ووايه چې څه راته وايې :

فريد مزدک په خبرو پيل وکړ تر خبرو وروسته يې له مانه وغوښتل  چې اجازور کړم، چې سبا د ګوند د اجراييه هيئات له خوا اعلاميه تنظيم او خپره کړی او خپل دريځ څرګند کړی. ما ورته وويل: تاسې لاړ شئ، پر اعلاميه کار وکړئ. سبا اعلاميه ګورم، د سر منشی د استازي بنين سيوان له راتګ چې سبا راځی او له هغه سره له مشورې نه مخکې اعلاميه چاپ او خپره نه کړئ.

دا وخت د تيليفون زنګ راغی، غوږۍ مې واخيسته، ګورم عظيمی دی، وايی چې متاسفانه سره له هغو ټولو ډاډېينو چې در کړې مو وې: باګرام هم ونيول شو.

( په پام کې مو اوسه چې په دې ټولو سيمو کې جنګ ونه شو: بلکې پرته له دې چې د چا پوزه قدرې وينې شی، ګارنيزيو نو نه يو په بل پسې په يو ځايی سازش کې دوست او مخالف ځواکونه ته سلامی شول ګوا کې اېلېږی).

د باګرام د نيولو تيليفونی خبرول هم همداسې جوړ شوی وو، چې د سياسی بيورو د غونډې پر وخت دې زنګ ووهل شی او ټول په ګډه له مسئالې نه خبر شو، چې سياسی بيورو نور غړی د دی مسئالې په رڼا کې چې ګوندې وضع خطرناکه شوې ده، له مخکې تيار شوی او فيصله شوی نور وړانديزونه را منځته کړی او پر ما يې ومنی.

جنرال رفيع وويل ( زما په اند هغه د مسايلو له تله خبر نه و): د باګرام هوايي ډګر  رنوې دې ړنګه شی، چې پر کابل باندې د بمبار لپاره الوتنې و نه شی.  خارجه وزير وکيل له واره وويل ملګرو ! زما لاسونه اوچت دی، زه جنګ نه کوم، که څوک د سياسی بيورو غړی جنګېږی ودې وايي. زمونږ ځواکونه له مخالفينو سره په جبل السراج او چاريکارو کې په سوله ييزه توګه کار وی. جنګ ته اړتيا نشته. تړلې شخړې بايد د پوهاوی له لارې اوارې شی. له مخالفينو سره دې سوله وشی. ائتلاف دې وشی ... و مې ليده معجزه شوې ده، چې په يوه شپه کې د ائتلافونو او پخلاېنو چارې سر ته رسېدلې دی. څومره ښۀ هغه هم خارجه وزير چې کار يې بايد له بهر او ملګرو ملتو سره وی، نه له کورنيو قوماندانانو سره. خو وار له واره په دې ډګر کې مخکې شوی دی، مبارک يې شه.

د سياسي بيورو يوه غړی هم مخالفت ونه کړ، ټول غلي ناست وو، کاويانی د خبرو مزی ونيو او وړانديز يې وکړ: چې که نجيب واک مونږ ته وسپاری، ما ويل: کوم واکونه؟ څلوېښت ورځې کېږمی چې بلخ مو ورپرېښی دی، د مرکزی کومېټې د سياسي بيورو غونډې هره ورځ کېږی، د نجيب له ګډون پرته او ګوا کې له واک سره د شمال د شخړو د اواری لپاره په کار لګېا ياست ( حال دا چې په دې موده کې يې د شمال او مزار دغه شخړې نه يوازې اوارې لپاره په کار لګېا  ياست ( حال دا چې په دې موده کې يې د شمال او مزار دغه شخړې نه يوازې اواری کړې نه وې، بلکې غښتلې يې کړې او د توطئو او      د سيسو زنځير نورې کړۍ يې ورزياتې کړې وې، چې د يوې يوې پر تطبيق لاس پورې شوی و) ما ويل: ولې دومره وارخطا ياست؟ سبا بنين سيوان راځی. مونږ ټولو د ملګرو ملتو د پلان او زما له خوا د صادرې شوې اعلاميې په پای کې لاسيليک کړی دی، اوس بل پلان، له قوماندانانو سره سازش، د ځواکونو تسليميدل او نور ټول په حقيقت کې د ملګرو ملتو د پلان په وړاندې کودتا ده او ستاسې د خپلو لاسليکونو تر پښو لاندې کول دي او ...

وکيل وويل: که د ملګرو ملتو د سر منشی استازی راتلای، تر اوسه بايد راغلی وای، مونږ نور زيات نه شو ايسارېدای. هم له زاغه پاتې کېږو او هم له رزاغه. مونږته  اجازه      را کړئ چې لاړ شو، له قوماندانانو سره خپل پلانونه عملي کړو ( چې عملی کېدل يې له څه وخته پيل شوی وو، خو بس غوښتل يې چې دا کار زما په اجازه وکړی چې که سبا ته ښه شو، دوی کړی او زه يې مجبور کړی وم او که  ښه نه شو وايی به چې د نجيب کار و، له يوې خوا يې د ملګرو ملتو پلان ومانه او په عمل کې يې دستور ور کړ، چې مونږ له قوماندانانو سره په ائتلاف کې ورګډ شو او د ملګرو ملتو د پلان په وړاندې کودتا وکړم. دا نو زما د ټولو هغو سياستونو لپاره چې تر دې دمه مې تر سره کړی وو، وژونکی زهر وو، ومې پتېيله چې پر دې لار لاړ نه شم، خدای دې وکړی چې د سياسي بيورو يو کس هم راسره نه وی.

بريالي وويل: مخالفين ستناسې د استعفا غوښتنه کوی که مونږ ته يې راوسپارې.

( چې بريالی خان يې بيا هر چاته چې معامله ور سره لرې، وسپاری او ووايی چې نجيب مونږ اړ ايستی و. او  دا دی استعفا مو يې واخيسته. تاسې ته يې سپارو او بيا مو له نجيب سره څه چې زړه غواړی وکړئ) .

دوی ته مې وويل چې زما ټول اقدامات به له بنين سيوان سره له مشورې نه وروسته وشی. تاسې لاړ شئ، يوه ورځ نور هم وګورئ او رخصت مې کړل.
 

٨- ... په زړه پورې داده چې د وکيل او نورو په ګډون ټولو دغو کسانو چې ويې ويل: مونږ تښتېدو او پخپله يې په تلويزيون کې په کوکو دعوئ وکړه چې مونږ په کوڅو او بازارونو کې اوسو او د خلکو د سرو مال ساتنه به تضمينوو، ټول ملت يوازې پرېښود او پښې يې سپکې کړې. او لومړنی کسان وو، چې په دغه اقدام يې لاس پورې کړ. دا هم د روزګار لوبې او چلوټې...

له ډير وخته، حتی مياشتې مخکې او کال وړاندې پوهېدم، چې او ضاع  داسې کېږي.. او يوازې پاتې کېږم،  خو بيا مې هم هڅه کوله که دغه ماته بېړۍ چې توپاني کېږي کوم لوری او کوم ساحل ته پورې اېستی شم. پوهېږم چې له سختو زيانونو سره مخ يم: خو چاره نه لرم، زما خلک پر ما حق لری.

... خو ښه شوه، چې لږ تر لږه د توغند يو باران، جنګونو، سېلابونو، زهر شيندنو او له بېوزلو خلکو سره د ناروغيو  په خپرېدا کې يو ځای پاتې شوم. دغو خلکو زما په اند دومره  حق پر مونږ لارۀ ....

 

 

بیرته شاته