www.payamewatan.com
 

     پیــــام ـ نشریۀ تشکیلات مؤقت انسجام اعضای حزب وطن در خارج تحت نظر هیات تحریر

 
   


شمارۀ سوم ـ سال دوم ـ جون ـ ۲۰۰۵


شمارۀ دوم ـ سال دوم مارچ ۲۰۰۵


شمارۀ اول ـ سال دوم  جنوری ـ ۲۰۰۵


شمارۀ دوم ـ سال اول ـ نوامبر ۲۰۰۴


شمارۀ اول ـ سال اول ـ جولای ۲۰۰۴


 

مطالب عمدۀ شمارۀ اول ـ سال اول  اسد ۱۳۸۳/جولای ۲۰۰۴

 
 

د پیام پیغام

د لوی خدای په نامه

د هیواد نه بهر د وطن د ګوند د غړو د پراخی غونډی د پریکړی سره سم دا دی پیام د اوس لپاره د میاشتنی جریدی په توګه په خپریدو پیل کوی.

معمول خو داسی دی چی هره خپرونه په لمړی سر خپل تګ لوری په کوته کوی، خو پیام یو پیل نه، په نوی شرایطو کې تداوم دی.  نو ځکه د پخوا په ځیر د وطن د ګوند د ستر او زړور سیاست (ملی مصالحی) پر بنسټ د سولی، افغانی یووالی، خپل منځی پوهاوی او د جګړی سره د مخالفت په سنګر کې د هیواد د پاخو پرګنو د ګټو دفاع خپله لمړنئ دنده بولي.

پیام په موجوده بڼه په دی لار کې د شننو او څیړنو لړی روزنیزو او لوری ټاکونکو مسائلو ته وقف کړی.  په دی لړ کې د ملګرو پراخ ګډون د بری زیری ګڼی.  که څه هم پیام په بهر کې د وطن د ګوند د غړو د انسجام د مؤقتو تشکیلاتو د لوری او موخو خپرندویه جریده ده خو بیا هم موږ د خپلو درنو لوستونکو لارښونو، نیوکو او قلمی مرستو د خپرولو لیوال یو.  د پیام د اصلی دندو څخه به یوه د انسجام د مؤقتو تشکیلاتو د سیاست او تفکر  روښانه بیان وی، دا ځکه چې موږ د پټو معاملو او د پردی تر شا پریکړو سره د تل لپاره پری کړی ده.

کیدی شی زموږ په خپرونو کې بیلابیل نظریات رامنځته شي.  دا هم شونی خبره ده چې دا نظریات یو د بل سره تو پیر ولری، خو دا هیځکله په دی معنا نه ده چې موږ په بیلابیلو ډلو سره ویشل شوی خلک په یوه محور سره راټول شوی یو، د دی خبری کره معنی دا ده چې موږ تیرو ترخو تجروبو ته په پاملرنی سره د وچ او نه بدلیدونکی تفکر د تپلو او په ړندو سترګو د اطاعت پر ځای د فکری پرمختګ او په خپل مهځ کې د دموکراسی د رعایت په خاطر په عملی توګه فکری پلورالیزم ته مخه کړی ده.

موږ په دی عقیده یو ]چې دا کار نه یواځی زموږ سیاسی - تشکیلاتی یو موټی والی ته تاوان نلری چې د دی پیوستون د لا ټینګښت او په یو بل باندی د پوره پوهاوی په فضا کې د اعتمار او باور باوری لاره ده.

زموږ سیاسی اهداف روښانه او ګډ دي.  کلک پری ولاړ یو خو د دی اهدافو د پلی کیدو لپاره د لارو چارو لټول زموږ طبیعی حق دی.  د دی لټون په ترڅ کې بیلابیل وړاندیزونه به رامنځته کیږي او په هری لاری چې ډیری سره سلا شول هغه به منل کیږي.  او تر ټولو مهمه دا ده چې دا بهیر به د څو کسو مشرانو او لکه چې وایي د نخبه ګانو تر منځ د بندو تمبو تر شا دیالوګ نه وی، دا به د ټولو ملګرو او دوستانو په ګډمن ډاګیزه د حقیقت لټون وی.

په همدی هیله او په همدی موخه تاسی ټول فعال ګډون ته رابولو.


 

 

ما برای یک جامعۀ نوین انسانسالار، حقوق بنیاد، فارغ از جنگ، ستم و اجحاف مبارزه میکنیم.