www.payamewatan.com

     پیــــام ـ نشریۀ تشکیلات مؤقت انسجام اعضای حزب وطن در خارج تحت نظر هیات تحریر

 
   


شمارۀ سوم ـ سال دوم ـ جون ـ ۲۰۰۵


شمارۀ دوم ـ سال دوم مارچ ۲۰۰۵


شمارۀ اول ـ سال دوم جنوری ـ ۲۰۰۵


شمارۀ دوم ـ سال اول ـ نوامبر ۲۰۰۴


شمارۀ اول ـ سال اول ـ جولای ۲۰۰۴


 

مطالب عمدۀ شمارۀ دوم  ـ میزان ۱۳۸۳/نوامبر ۲۰۰۴

 

يادی آن يار کزو بود سردار بلند:

۲۷ سپتامبر سالروز شهادت داکتر نجیب الله سیاستمدار شجاع و مبتکر ملت افغان، رئیس جمهور اسبق کشور و رئیس حزب وطن بدست ارتجاع سیاه طلبی بود. روحش شاد و جنت ها نصیبش باد. در نقاط مختلف جهان افغانان وطندوست و برخی موسسات نشراتی با اعتبار غیر افغانی در برابر شجاعت و ابتکار شهید نجیب الله که تا پایان عمر به آن با استواری و فداکاری بینظیر وفادار ماند به نحوی تأمل کردند و نتوانستند این سخن را نا گفته بگذارد که حق با نجیب بود.

نجیب الله که منادی مصالحه ملی و سمبول مبارزه با جنگ برای بازگشت و استقرار صلح در کشور بود. او که راه عبور از بحران سراسری را در تفاهم بین الافغانی می دید، او که بقول خودش از پادشاه تا گدا را دعوت میکرد که بیائید روی یک دسترخوان افغانی بنشینیم و مسایل را حل و فصل کنیم، او که آینده را واقعبیتانه پیشبینی میکرد و داهیانه رهنمود میداد با نا جوانمردانه ترین اتحاد وطنستیز و بیگانه پرورعناصر ضد صلح از درون و بیرون حزب و درون و بیرون جامعه مواجه گردید.  در نتیجه کودتای این اتحاد ضد صلح، ارمانهای انسانی اسلامی و افغانی مردم گرایانه داکتر نجیب الله، حزب وطن و عملیه صلح سازمان ملل متحد متوقف شد و بعوض دروازه های جهنم جنگ و رقابت های خونبار بنیادگرا ها بروی مردم ما گشوده ماند.  و اما نجیب الله همچنان در دشوار ترین لحظات دردناک در ذهن و روان مردم خود جایگاه شایسته خود را داشت، دارد، و خواهد داشت. او که سمبول صلح طلبی بود با حماسه شهادتش به درفش استواری و مبارزه نیز مبدل گردید.

زمانیکه گامهای ناسنجیده برداشته شد، مردم دیدند که رئیس جمهور شان درست گفته بود.  خلای سیاسی را بنیاد گرائی پر نمود.  مردم بیاد آوردند که نجیب الله گفته بود در کوچه و بازار جنگ خواهد بود وطن حضیره و خاکستر خواهد شد، بنیاد گراها بین خود به جنگ پرداختند و وطن به خاکستر مبدل شد.  مردم گفتند حق با نجیب بود.

زمانیکه وطن به تنور داغ هوسهای قدرت طلبانه ی سران جنگ افروز تنظیمی و قوماندانان و امیران شهرت طلب مبدل گردید، آنگاهی که در کوچه و بازار و چاردیوار خانه ننگ و غیرت افغانی را وحشت مرتجع ترین بنیاد گرائی تهدید کرد مردم با ترک یار و دیار راهی سرزمین بیگانه شدند و بیاد میاورند که نجیب شان گفته بود «گامهای خود را باید چنان مسئولانه برداریم که خدا نخواسته نشود که در کوچه و بازار ها ننگ و غیرت خواهران و مادران ما برباد باشد، حیات سیاسی را خو- بگذار که دیگر اطفال و خواهران و مادران ما حق حیات و زندگی در کشور خویش را نداشته باشند.» و مردم گفتند حق با نجیب بود.

ما دیدیم که جنگ راه حل نبود.  تجربه بسیار گران و تلخ ملت کمرشکسته و زخم خورده افغان تائید کرد که تنها از راهی را که نجیب ما نشان داده بود میتوان به صلح رسید، از راه تفاهم بین الافغانی و مردمسالاری.

و اکنون که سرنوشت آینده افغانستان در گرو نتائیج مبارزه میان ارتجاع و ارتقاست و اکنون که رویش جوانه های همان نسلی از مبارزین، همان نیروهای جدید با واقع نگری و احساس مسولیت در برابر مردم و تاریخ که شهید نجیب الله پیشگوئی نموده بود در جامعه محسوس است و رو به بالنده گی دارد باز هم میگویم که حق با نجیب بود و رهنمود های وزینش را بیاد میاوریم که «حزب وطن نیز با در نظرداشت چنین انکشافات، برنامه عمل تاکتیک و ستراتیژی تشکیلاتی خود را مورد تجدید نظر قرار داده و در چارچوب منافع ملی و دورنمای انکشافات در کشور بیندیشند و در حیات سیاسی آیندۀ افغانستان سهم خود را اداء نمایند.»

آری درینمورد نیز حق با نجیب بود و این حق را باید ادا نمود. تدویر کنگره فوق العاده حزبی گام نخست و اساسی برای آماده سازی حزب ما در تحقق وجائب ملی و تاریخی آنست. بگذار حزبی ها برغم تفاوت نظرها و گروه ها و تشکیلات مختلف سیاسی با نام تاریخی مشترک خویش حزب وطن با هم جرگه شوند.   همگرائی حزبی ها تنها ترین پاسخ به بحران و بن بست موجود است.


د افغانی روښانفکرانو د نوی سیاسی سازمان اهداف او دندی
ډاکټر اصغر خیل منګل

دا دی د بن د کنفرانس د پریکړو له مخی په هیواد کی موقت او انتقالی حکومتونه جوړ، دوی لوی جرګی راوبلل شوی، نوی اساسی قانون تصویب شو او د هغه پر اساس د روان کال د تلی په اتلسمه نیټه د لمړی ځل لپاره د جمهوری ریاست انتخابات تر سره شول او ښاغلی حامد کرزی د هیواد د لمړنی انتخابی جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.

په داسی حال کی چی په تیرو څه کم دریو کلونو کښی ځینی موسیساتی کارونه سرته رسیدلی دی خو لاتر اوسه هم په هیواد کی بشپړه سوله، ثبات او امنیت وجود نلری. دا ځکه چی حاکم جنگ سالاران او افراطیون د هیواد په زیادتره برخو کی په حالاتو بشپړ حاکمیت لری.

سره له دی چی ۲۰۰۱ کال د پیښو وروسته د طالبانو د منځنیو پیړی مذهبی رژیم ړنګ شو، خو دا دی افراطی وسله ډلی چی متأسفانه د نړیوال ائتلاف د ځینو هیوادو مرسته هم ورسره ده، ورځ په ورځ ځانونه په بله بڼه په راتلونکو پارلمانی انتخاباتو کی د فعال ګډون لپاره اماده کوی.

هغوی د بی وسلی کیدو د پروژی  په  ضد عملا ً  ګډ کار کوی. په هیواد کی  د کړکیچ  لاژورتیاته لمن  وهی،  په خپلو کی نوی ائیتلافونه کوی،  د مخدره موادو د تجارت نه لاس  ته  راغلی مادی او نورو امکاناتونه په ګټی اخیستو سره نوی ګوندونه جوړوی تر څو به راتلونکی کی د انتخاباتو له لاری ځانونه په ملت وټپی. او کله کله خو د خپلو دوستانو د خوشحالولو لپاره د دموکراسی ناری سوری هم وهی.

په داسی حال کی چی مذهبی وسله والی ډلو د خپل پیدایښت نه را پدیخوا په افغانستان کی دموکراسی ته کلک ضرر ورسوه، سره له دی چی دوی په تاکتیکی مسایلو کی یو له بل سره اختلاف لری خو ټول یی د دموکراسی مخالف دی دوی په تیرو دیرشو کلونو کی د دموکراسی سره دومره دښمنی وښودله چی دموکراسی الحاد او کمونیزم ئی په یوشان ګڼل او دا به ئی په خلکو کی تبلیغول.

سره له دی چی د افغانستان ټول رون اندی(روشنفکران) مسلمان وه او دی، خو بیا هم بنسټپال (بنیاد گران) د سیاسی اسلام څخه دا خوانی ایدیالوژی په توګه ګټه اخلی. او دوی نه منی، ځکه هغوی او نړیوال ائتلاف داسی حرکتونه چی د هیواد ملی ګټو ته تاوان رسوی په کلکه پوهیږی چی رون اندو په ضد مبارزه عملا ً د دموکراسی په مبارزه ده. هغوی ته داسی ملی ارزښتونه لکه ملی هویت، ملی استقلال او خپلواک ملی دولت مطرح نه دی پداسی حال کی چی د ملی روشنفکرانو لپاره دا اساسی ارزښتونه دی او د تاریخ په اوږدو کی یی په دی لارکی ډیری قربانی ورکړی دی.

په تیرو موقت او انتقالی حکومتونو کی د مسلکی پوهانو د نشتوالی له کبله د قواؤ انډول د دموکراسی په ګټه نه وه او د دموکراسی د پلویانو شمیر لږ وه. دا ځکه چی له یوی خوا په هیواد کی دننه روښنفکرانوته په حکومت کی د ګډون چانس موجود نه وه او له بلی خوا زیاد تره دموکراتان د هیواد څخه بهر ژوند کوی او دغه امر دوی سیاسی تاثیر راټیټ کړی دی. سره له دی چی په دی ورستیو وختونو کی د پخوانی حاکمیت او د هغه وخت حاکم ګوند پوری تړلی او ځینو نورو سوله پالو او دموکراسی غوښتونکو روشنفکرانو په هیواد کی دننه د سیاسی ګوندونو په جوړولو لاس پوری کړی دی چی باید د مثبت عمل په توګه ارزیابی او استقبال شی خو د پراخی روشنفکری جبهی د نشتوالی او د روشنفکرانو تر منځ د سلیقوی اختلافونو موجودیت ددی سبب ګرځیدلی چی روشنفکران نه دی توانیدلی چی د سولی دموکراسی، تمدن او ترقی غوښتونکو ملی حرکت رامنځ ته کړی. فکر کوم د معقول سیاست په غوره کولو سره دا سیاسی محیط ددی توان لری چی د ټولو ملی، مترقی او وطن دوستو روشنفکرانو په را ټولولو سره په لوی کاروان بدل شی، نو ځکه موږ باید په اوسنیو حالاتو کی په هیواد کی دننه د ملی روشنفکرانو چی زموږ سره هم عقیده دی، دی ته وهڅوو چی د پراخ ملی سیاسی حرکت د رامنځته کیدو لپاره د نورو همغاړو (مماثلو) سازمانونو سره ګډ عمل پیل کړی. او د هیواد څخه بهر د افغانی روشنفکرانو ټولنه او یووالی باید دومره ټینګ وی چی له یوی خوا د دوی سره په دی برخه ډیری مادی او معنوی مرستی وکړی او له بلی خوا د معقول اپوزیسیون په توګه د نوی حکومت انتقاد او مخنیوی وکړی.

د افغانی دموکراتانو د نفاق لوی دلیل د ډیرو سازمانونو جوړیدل او موجودیت دی. د زیاتو سازمانونو موجودیت که چیری په اهدافو او اصولو کی توپیر وی نو بیا معقولیت لری. که داسی نه وی او ټول دموکراسی غواړی، په اقتصادی او ټولنیزو چارو کی او د اهدافو په لحاظ ډیرتوپیر سره ونلری، نو بیا د داسی سازمانونو جوړول زما په نظر نامعقوله او بی ګټی هڅی دی.

زه باور لرم که چیری افغانی دموکراتان یو موټی وای او معقوله ستراتیژی یی درلودی اوس به د سیاسی پروسی څخه د باندی نه پاتی کیدای. باید په دی قناعت وکړو چی موږ لږ یو خو سازمانونه مو ډیر دی، او دا زموږ کمزورتیا ده، موږ په تیرو دولسو کلنو کی، چی کمه موده نه ده؛ و نشو کړای ځانونه په یوه او یا دوو سازمانونو کی د پراخ سیاسی بدیل په توګه چی نړیوالو ورته مراجعه کړی وای تنظیم کړو موږ به هغه وخت مطرح وو چی زموږ ډله ایز خوځښت احساس شی او خپل غږ د یوه مرکزی اخبار، انترنیټ او یا نورو ډله ایزو اطلاعاتی وسایلو لاری د هیواد او د نړی خلکو غوږونو ته ورسوو. او د ملی هویت په ساتلو سره د دموکراسی په اصولو د سیاست میدان ته ورودانګو.

دموکرات سیاست په لویو ګوندونو کی سیاست دی. په کوچنیو ډلو او حلقو کی مبارزه سیاست نه بلکه عملا د سیاست څخه د تیښتی معنی لری د لوی خوشحال کلام دی،
څو دی وس وی په زور دریاب کی ګرځه
 په ویالی کی دی ذوال وینم نهنګه.

په وړو سیاسی ټولګیو کی د افغانی دموکراتانو مبارزه که په ډیره میړانه، سرښندنه او صداقت هم دوام ومومی، پرته له دی چی هیځ سیاسی لاسته راوړنه لری پر ځای او زمانی تلفاتو بر سیره د ډله ایز کار هم مخه نیسی. نو ځکه موږ د ریښتینو ملی روشنفکرانو په توګه باید د نورو ملی منورینو سره یو ځای د صداقت پر بنیاد د ملی ارمانونو تر سره کولو لپاره د متشکل سیاسی سازمان په جوړولو سره په هیواد کی دننه ډله ایز حرکت پیل کړو. په پراخ ملی حرکت کی دا مهمه نه ده چی د سازمان غړی دی ټول یو بل سره وپیژنی اساسی خبره دا ده چی ټول ملی ګټو او د سازمان اصولو ته وفادار پاتی شی. د یو بل سره زموږ پخوانی پیږندګلوی او په پخوانی حاکمیت او ګوند پوری ارتباط باید د نوی پراخ سیاسی سازمان د جوړیدو لپاره یوازی او یوازی وسیله وی او نه هدف. د پرون ورځی د مثبتو سیاستونو تر شا پټیدل موږ نه یواځی په نوی سیاسی فکر سمبال سیاسی فعالین نه معرفی کوی بلکه زموږ ملی او دموکرات هویت نه هم تاوان رسوی.

زموږ کړه وړه په پرون کی ټولو ته روښانه دی او د تاریخ د حافظی څخه هیڅکله نه پاکیږی. موږ د نوی سیاست لپاره نوی هویت ته اړه لرو، او نوی سیاست چی ملی سیمه ایز او نړیوال ملاتړ ولری هیڅکله هم په زړو افزارو تر سره کیدی نشی.

موږ باید دریالیستو انسانانو په توګه د نوی سیاسی طرز تفکر او نوی سیاسی کلتوری په درلودو سره او په هیواد او نړی کی د رامنځته شویو حالاتو په پام کی نیولو سره داسی سیاسی بدیل وړاندی کړو چی هم د افغانستان د خلکو او هم نړیوالو ته د منلو وړ وی. دا ځکه چی اوس د بل هر وخت څخه نړیوال حالات زموږ په هیواد کی د دموکراسی په ګټه دی. او د نړیوالو فکتورونو تاثیر په کورنی سیاست باندی ډیر زیات دی. موږ باید په ډاګه کړو چی د وطن ګوند پخوانی غړی یو افغانیت زموږ د دموکرات هویت پیژندنه ده. نو له همدی کبله د پرون او نن تر منځ د مستقیم خط ایستل او یا په پرون کی دومره ډوبیدل چی سبا راڅخه ورک شی زما په نظر لویه ګناه ده.

په سیاسی مبارزه کی به کله بری او کله ماته، خو په سیاسی اهدافو باید ډیر واضع واوسو. هغه دا چی موږ پرون د حاکم ګوند په توګه چی دولتی قدرت ورسره وه، د ملی روغی جوړی سیاست وړاندی کړ او هدف مو په هیواد کی د جګړی ختمیدل، د ملګرو ملتونو تر څارنی لاندی د انتخاباتو تر سره کول او په دی توګه د دموکراسی د ملی انستیتونو جوړول وه.

نن زموږ نوی سیاست په افغانستان کی د ټولو له خوا د دولت په شکل او ملی هویت باندی تفاهم او موافقه او هدف مو په هیواد کی د ملی ټولنی جوړول دی.

تاریخ ښوؤلی  ده چی د اسلام مروج او معیاری دین تل د افغانانو د خپل منځی پیوستون او یووالی کیدو په لار کی ترټولو پیاوړی عامل وه او دی. نو ځکه زما په نظر هغه ګوندونه او سیاسی سازمانونه چی د افغانستان د خلکو لپاره د اسلامی هویت تر څنګه افغانیت ولسواکی او تمدن ترکیب وړاندی کړی قوی اخلاقی بنسټ لری او په یقین سره خلکو ملاتړ به ورسره وی. او په دی توګه خپل ملی او سیاسی مشروعیت لاس ته راوړی.

د نوی سازمان اهداف باید ډیر شفاف او روښانه وی. موږ باید د خپلی ټولنی د خاصو شرایطو سره سم معقول سیاسی، ټولنیز او اقتصادی ترزښتونو غوره کړو د دغو ارزښتونو تر منځ منطقی رابطی ټینګی کړو او د دغه انتخاب معقولیت خپلو خلکو ته توضیح کړو.

زموږ لپاره داسی ملی ارزښتونه لکه ملی خپلواکی، ملی حاکمیت، ملی یووالی او ولسواکی د ملی ایدیولوژی په توګه زموږ د مبارزی اساسی اصول وی.

زموږ په ټولنه کی عمومی ورسته پاتی والی، فقر او بیسوادی هغه وخت له منځه ځی او ټولنیز عدالت تامنیزی چی په هیواد کی پر مخ تللی ملی او دموکراتیکه ټولنه را منځ ته شی. ملی ټولنه هغه جامعه ده چی اوسیدنکی یی د قومی ژبنی او مذهبی توپیرونو سره سره ځانونه د هغی ټولنی غړی وبولی. نو له همدی کبله د نوی سیاسی سازمان سیاسی هدفونه باید په هیواد کی د داسی مدنی ټولنی په لاره کی مبارزه وی چی په هغی کی د ملی او ژبنی په ګډون ټول مسایل په طبعی او دموکراتیکه بڼه حل کیږی او هیڅ څوک د قومی، جنسی، منطقوی، مذهبی، طبقاتی او سیاسی توپیرونو له امله د دولتی مقاماتو د نیولو نه نه محرومیږی. د داسی ملی اهدافو مطرح کول نه یواځی زموږ د پرونی او اوسنی سیاست تر منځ منطقی تسلسل تامینوی بلکه د ملی پیژندګلوی اساسی شاخص بلل کیږی.

 بله مسله چی همدا اوس په هیواد کی مطرح ده د سیاسی قدرت د مشروعیت مسله ده، تر څو پوری چی سیاسی قدرت مشروعیت ونلری نه یواځی د سیاسی استقرار ټینګیدل ګران دی بلکه د دموکراسی رواج هم عملی نه دی. که چیری ملګری ملتونه او نړیوال ائتلاف د بی وسلی کیدو څخه د مخه انتخابات تر سره کړی او افراطی جنګسالاران دی ته پریږدی چی راتلونکی پارلمانی انتخابات په خپله ګټه وځرخوی او د دولتی چارو واک لکه د اوس په شان د جګړه مارو ډلو په لاس کی پاتی شی نه یوازی د تمدن، ترقی او دموکراسی پته به نه لګی، بلکه دا به د افغانستان د جنګځپلی ولس او د نړی د سوله غوښتونکو خلکو په حق کی لوی ستم وی. او یو ځل بیا به د بشری فاجعی د تکرار امکان رامنځته کړی. تاریخ ښودلی ده چی قانونی مشروعیت او دموکراسی یواځی په سوله کی رامنځته کیدی شی، د عادلانه سولی پرته دموکراسی امکان نلری، لکه چی د اپوزیسیون پرته دموکراسی معنی نه لری.

د نوی پراخ ملی سیاسی سازمان غړی چی هر چیری وی باید په ډیر جدیت سره د نورو سوله غوښتونکو ملی او مترقی شخصستونو سره یو ځای د عمومی بی وسلی کیدو د پروسی په برخه کی په ملګرو ملتو او نړیوال ائتلاف فشار واچوی او په دی توګه په هیواد کی د دموکراسی د موسسو د بنسټ ایښودلو لپاره لاره هواره کړی. خو یوازی د دموکراسی په غوښتنه څوک کیدای نشی، یو دموکرات تر ټولو دمخه باید د نورو احترام وګړی، د هغوی نظر او بیان ته غوږ ونیسی، د مختلفو نظریاتو خاوندان وزغمی، د هغوی سره ګډ ملی حرکت و کړی د اکثریت پریکړی و منی او په دی توګه د دموکراسی اصولونه خپله وفاداری ثابته کړی.

دموکراسی د بشری ټولنی داسی لاس نه راوړنه ده چی له یوه هیواد څخه بل هیواد ته نه لیږدول کیږی. بلکه باید پخپله په ټولنه کی یی بنیاد کیښودل شی. وده وکړی او په یو سیستم بدله شی.

زموږ په هیواد کی د دموکراسی د تحقق لپاره د مبارزی پړاو (هغه هم یوازی زموږ د ټولنی د خصوصیاتو په نظر کی نیولو سره) ډیر اوږد دی. په داسی هیواد کی چی نوی په سلو کی وګړی یی د سواد څخه محروم دی، تولیدی مناسبات یی د منځنیو پیړیو په کچه  دی په څو کلونو کی د دموکراسی راوستل د انسانی عقل څخه لری خبره ده. نوځکه موږ باید د پراخی حوصلی څیښتنان واوسو تر څو و کولی شو دریښتنی سولی او دموکراسی لپاره چی د افغان ولس ملی ارمانونه دی فعال او مثبت رول ولوبوه.

د ترانسپورت په علم کی دری شیان ډیر مهم دی، د هدف معلومول، هدف ته د رسیدو د لارو تعینول او بلاخره هدف ته د رسیدو سرعت ټاکل. فکر کوم په سیاست کی به هم همداسی وی.

د افغانی ملی روشنفکری حرکت د اهدافو او هغوی ته د رسیدو د لاری په برخه کی ما خپل عرایض د بحث لپاره وړاندی کړل. خو هر هغه څه چی هدف ته د رسیدو په سرعت پوری اړه لری باید ووایم چی زموږ د کار سرعت د افغانستان د سیاسی تهیر سره دومره توپیر لری لکه میږی چی د موټر سره سیالی وکړی. موږ باید د ملی او تاریخی مسولیت د ژور احساس له مخی په نوی سرعت د دموکراسی پر اصولو ولاړ د افغانی روشنفکرانو د پراخ سیاسی سازمان د جوړولو په لارکی د افغانستان د خلکو د سرښندنو او تاریخی مبارزو او د آزادی او دموکراسی د لاری د شهیدانو لوړ مقام ته په ارزښت ورکولو او پدی توګه په هیواد کی د خلکو پر اراده او دموکراسی ولاړ نظام د جوړولو په لار کی پراخ او اوچت ګامونه پورته کړو.

زه په دی لار کی د نورو روڼ اندو سره یو ځای د یوه افغان دموکرات په صفت او په سیاست کی د یوه زده کونکی په توګه هر ډ‌ول عملی کار ته تیار یم


نور اکبر پایش

 تاملی در آینده

 

مدخلی بر بحث:

- آنچه درین نوشته میخوانید تاملی در آینده است، نه ردی پر گذشته. توجه به این مسله در تعین محیط روانی بحث و توقع نتایج از آن اهمیت تعین کننده دارد. مسایل مطروحه درین بحث تنها طرح مسایل است نه نتیجه گیری نهائی از آن آنچه بعنوان برجسته شده، در واقع نشاندهی مرکز نقل بحث و بگونه مشخص دعوتی به تمرکز روی آنست.

 

کشور ما در زمانها و حالات متفاوت، چه انوقتی که مهاجمین جهانکشا آنرا به حیث معبر  در نظر داشتند و یا بنابر خواست شرایط زون بفر پدیرفته بودند و یا بمیدان زور آزمائی مبدل ساخته بودند وضیعت جغرافیائی آن در طرح سیاست داخلی و خارجی و نیز در طرح وپیریزی سیاست ها در باره آن نقش عمده و حتی گاه گاهی تعین کننده داشته است، لذا در تحلیل و نتیجه گیری از سیاستهای حاکم و سیاستهای حکام اگر تاثیر خارجی و جغرافیه زده گی نادیده گرفته شود دسترسی به نتایج عینی و دارای اعتبار با شک و تردید های فراوانی مواجه خواهد شد. لذا این رویداد ها بایست با توجه به شرایط زمان وقوع آن مورد بررسی قرار داده شود.

اتخاذ مواضع سیاسی – تبلیغاتی درین ارتباط نه تنها به مانع تحلیل گسترده و نتیجه گیریهای اساسی مبدل میگردد بلکه با سطحی نگری توام با احساسات تداوم اشتباهات و همزدائی را نیز تضمین میدارد، چه تعصب و تعقل نتنها در دو انتهای خط موقعیت دارند که در مینحال حرکت در دوسمت متضاد را و حال در باره مسله اصلی، سیاستهای حزب وطن ومسله تداوم آن:

آنطوریکه در اسناد کنگره نیز وضاحت دارد دومین کنگره (ح.د.خ.ا) در شرایط خاص حیات درون حزبی، انکشافات داخل کشور و اوضاع بین المللی دایر گردید. کنگره پاسخ مشخص حزب به خواست همین شرایط خاص بود. چنین نگرش و برداشت از کنگره نتنها از اهمیت و ضرورت تاریخی اتخاذ سیاستهای جدید نمی کاهد بلکه در شناخت درونمایه های این سیاست و ضرورت تاریخی اتخاذ آن همه واقع میشود.

اهمیت بسیار بزرگ چنین نگرش در رهائی آن از قیدوحصار تعصب، دکماتیزم و درجازده گی نیز است. چه این نگرش بجای مقدس تراشی تداوم سیاستها را در توانائی انطباق آن با شرایط تغیر یافته میبیند و بجای پیگیری شکل به ادامه کاری مضمون اتکأ دارد.

بار ها اتفاق افتاده که این سخن که به اسناد کنگره حزب مراجعه میکنیم در حد برهان قاطع و اتمام حجت مطرح میشود. درین حقیقت اختلاف وجوه ندارد که کنگره تغیرات بزرگ و تعین کننده ای ایجاد شده در شکل ومضمون (ح.د.خ.ا) را تسجیل و راه را برای پیگیری این سیاستها و برداشتن گامهای بعدی هموار ساخت و از همینجا به بعد مبارزه میان تفکر جدید و روان کهنه در درون حزب با محتوای جدید و اهداف فراتر از مزاحمت و پرخاشگری تاسطح نبرد حیاتی انکشاف نمود. ازین لحاظ کنگره تجربه بزرگ و بوته آزمایش های تاریخی بود درسهای کنگره ارزش مراجعات مکرر را داراست و باید به آن مراجعه صورت گیرد ولی درین بحث ، هر چند مختصر میخواهم این سوال اساسی را نیز مطرح کنم که مراجعه به کنگره را چگونه معنی میکنیم!

معنی متداول آن یعنی امتثال از چیزی که خرد جمعی حزب در کنگره روی آن توافق کرده ( توجه باید داشت که درین جا مرز میان اصولیت و تقدسگرائی و مقدس ساسزی در واقع دکماتیزم و اصولیت بسیار باریک و بسیار نزدیک است و عبور عمدی و یا غیر عمد ازین مرز در نقطه متضاد با ارزش تاریخی کنگره قرار گرفتن است.)

و یا تتبع و تحقیق در میتودولوژی بر خورد کنگره با مسایل، آموزش و انطباق تجارب تاریخی در مراحل چرخشهای قاطع حزبی.

من به شیوه اخیر توجه و تأکید دارم. زیرا درین شیوه پدیده ها و برخورد با آن در زمان خودش باقی میماند چیزی که به ما بعد انتقال میکند تجارب تاریخی آن است و کاری که باید انجام یابد عبرت اندوزی ازین تجارب تاریخی و بکاریست خلاق درسهای آنست.

 کنگره به دو اصل بسیار عمده که در واقع زیر ساخت تفکر جدید بود توجه خود را متمرکز ساخت. به نوسازی و رهائی. در گزارش اساسی کمیته مرکزی حزب به کنگره میخوانیم:

نو سازی عبارت از سیستمی از تصامیم و فعالیتهای جسورانه ایست که به حزب کمک مینماید تا فاصله موجود میان سیاست آن و واقعیتهای عینی جامعه ما از بین برود و اهداف مطروحه در برابر حزب واقع بینانه تر و عملی تر گردیده، با منافع و خواستهای اکثریت مطلق مردم افغانستان منطبق گردد. و همچنان در بحث بر طرح جدید برنامه تأکید مینماید: «عمده ترین مشخصه طرح جدید برنامه حزب رهائی از احکام و مدلهای کلیشه ئی و بیگانه با واقعیت جامعه ماست...» طوریکه میبینید مسله بر سر برداشتن فاصله ها میان سیاست حزب و واقعیت های جامعه ماست. مسله بر سر تطابق اهداف حزب با منافع و خواست اکثریت مطلق جامعه است. مسله بر سر رهائی از احکام و مدلهای کلیشه ئی و بیگانه با واقعیت جامعه ماست. در واقع حزب بر خورد مشخص را باید پدیده های مشخص در شرایط مشخص مطرح میکند. اینجا بازگشت بخود مطرح است و تشخیص نیاز های جامعه اینجا نه بحث بر سر ایدیولوژی ستیزیست و نه قبله بدل کردن، چیزی که بسیار غلط و ناروا بر کنگره حزب تهمت زده میشود. در بحث ایدیولوژی در کنگره این مسله با وضاحت مطرح میشود «نادرست خواهد بود در شرایط که ما بطور معقول استفاده از دستاورد های بشری را مطرح میکنیم از خلای ایدیولوژیک در حزب صحبت شود. مرامنامه و اساسنامه و مشی حزب ما اساس وحدت مفکوره وی حزب را بطور کامل بوجود آورده است.

طوریکه مشاهده میشود اولا ً حزب گسست با ایدیولوژی را اعلام نمیدارد بلکه رابطه با ایدیولوژی را مطرح میکند ثانیا ً درین بحث حزب میخواهد یکبار تاعمق درک، خواست و ضرورت جامعه فرو رود و با توجه به ضریب جذب و توانائی جامعه از تفکر بشریت بردارد و منطبق با واقعیتها بکار گیرد.

و ب&#