|
عبدالواسع
جانباز
د وطن شهيد ته
شهيد د آزادۍ یې
نوم دې تللې تر آسمانه
دسولې قهر مانه، دسولې قهر مانه!
آرزو دې خپلواکۍ وه،
ریښتینې ورورولۍ وه
وطن باندې مئینه، سر پدار فخری افغانه
د
سولې قهر مانه، د
سولې قهر مانه!
شعار دی وو «وطن»،
که نه وي نو «کفن»
شهيد دخپلې خاورې، مردانه مرد د ميدانه
د
سولې قهر مانه، د
سولې قهر مانه!
دسولې مشعلداره، د غليم دسترګو خاره
ياران دی لاس په لاس شول، ستا آرزو ده جاودانه*
دسولې قهر مانه،
د سولې قهر مانه!
*
د شهید ډاکتر نجیب الله آرزو په افغانستان کې د سولې
او ورورولي ټینګول، د ځمکنۍ بشپړتیا درلودونکي او خپلواک هیواد لرل وو چې
بې له شکه به دا آرزو د هر په وطن مئین افغان په زړه او روح کې ژوندۍ وي او
همدا راز به زموږ د هیواد دا ستر شهید د پیړیو سره له ویاړه ډک
مزلونه کوي. |