|
خبرتیا
دوطن پیغام د انټرنټی پاڼی
یو زیات شمیر مینه والو ، پاڼی ته د لیک په لیږلو د شهید ډاکټر نجیب الله
د شهادت د لسم تلین په مناسبت دهامبورک په ښار کښی دجوړشوی علمی- سیاسی
کنفرانس په هکله معلومات غوښتل، چه ما د وطن گوند د غړو د انسجام شورا د
اجرائیه کمیټی د غړی محترم اسدالله پیام څخه پدی هکله وپوښتل چه د هغوی
ځواب په لاندی ډول گرانو مینه والو ته وړاندی کوم.
ایمل پیروز
سوال: محترم اسدالله پیام
له هغه ځایه چه دوطن گوند دغړو دانسجام تشکیلات دډاکتر نجب الله د شهادت د
لسم تلین په مناسبت د جوړ شوی علمی - سیاسی کنفرانس د اساسی سازمان ورکونکو
څخه وو، او تاسی ددی تشکیلاتو د اجرائیه کمټی غړی یاست ، که مهربانی وکړی
ددی کنفرانس په هکله زمونږ مینه والو ته معلومات راکړی .
ځواب: محترم ایمل پیروز ! تر هر څه د مخه له تاسو او د پیام وطن د انټرنټی
پاڼی د د نورو چلوونکو څخه مننه کووچه دهمدی علمی - سیاسی کنفرانس او
همدارنگه د ډاکټر نجیب الله د شهادت د لسم تلین د وړ لمانځلو د نورواجرأتو
په انځورولو او خپرولو کښی مو پراخه ونډه اخستی ده.
ستاسو دسوال په ځواب کی باید ووایم چه د وطن گونددغړو د انسجام د تشکیلاتو
او د هغه په نماینده گی د همدی تشکیلاتو د اجرائیه کمیټی په نوښت د یوه گډ
افغانی کمیسیون په بلنه دافغانستان پخوانی جمهور رئیس اود ووطن گوند د رئیس
ډاکتر نجیب الله د شهادت د لسمی کلیزی په مناسبت یو دروند علمی - سیاسی
کنفرانس د آلمان د فډرالی جمهوریت د هامبورگ د پوهنتون په تالار کی د روان
کال د سپتمبر د میاشتی په ٢٣ نیټه دائر شو . د کنفرانس د سمبالښت او بلنی د
کمیسون په غړیتوب کی د وطن گوند دتشکیلاتو نه علاوه د افغانستان د صلحی د
فعالینو د ملی مجمعی گوند ، دافغانستان دملی دریځ گوند ، دافغانستان د ملی
متحد گوند ، د افغانستان د آینده نهضت او د هامبورگ د گوندیانو د کمیټی
نماینده گانو او ځینو مستقلو شخصیتونو غړیتوب درلود .
پدی علمی - سیاسی کنفرانس کی د نوموړو سیاسی تشکیلاتو په علمی او سیاسی
کدرونو برسیره ، د شهید ډاکټر نجیب الله د شخصیت او سیاست مینه والو ،
افغان مستقل سیاست پوهان او علمی شخصیتونو چه شمیر ئی نژدی څلور سوو ته
رسیده ، گډون درلود.
کنفرانس ته یو شمیر د لوړی کڅی افغان سیاست پوهان او د شهید ډاکټر نجیب
الله محترمی میرمنی ډاکټر فتانه نجیب خپل لیکلی پیغامونه استولی وو .
د سیمی پیژندل شوی سیاسی څیړونکی او شنونکی ښاغلی افراسیاب خټک مستقیم او
ژوندی د تیلفون له لاری خپله وینا گډون کوونکو ته واوروله . په ډیر جرأت او
مسؤلیت سره ویلای شم چه کنفرانس د خپل کیفیت او کمیت له مخی د وروستیو
کلونو یوه وتلی او بیساری غونډه وه .
دوطن گوند دغړو د تشکیلاتو د شورا په سپارښتنه محترم عبدالبشیر پیوستون چه
د ٢٠٠۴ کال د چون د میاشتی د ١٢ نیټی ، د المان د بریمن په ښار کی دوطن
گوند دغړو د یوی لوئې غونډی د فیصلی سره سم د نوموړی تشکیلاتو د ویاند په
توگه دنده تر سره کوی ، د کنفرانس دغونډی ریاست او لارښوونه ئی وکړل . دوطن
گوند دغړو د تشکیلاتو اساسی وینا د تشکیلاتو د اجرائیه کمیټی د غړی محترم
انجنیر عبدالعظیم راهی لخوا کنفرانس ته وړاندی شو .
ستاسو د مینه والو د غوښتنی په رابطه باید ووایم چه د وطن گوند د تشکیلا تو
د اجرائیه کمیټی غړی محترم نوراکبر پایش ته د اجرائیه کمیټی لخوا دنده
سپارل شویده چه ددی علمی - سیاسی کنفرانس بشپړ گزارش تر سبا ماښام پوری
تکمیل او نشر ته وسپاری . زه باور لرم چه پایش صاحب به مفصل او با کیفیته
گزارش ستاسو په واک درکړی . په کنفرانس کی د نورو گوندونو ، تشکیلاتو ،
سازمانونو او مستقلو شخصیتونو علمی مقالی واورول شوی او ځنو ملی شاعرانو
خپل شعری توکونه وړاندی کړل چه دا ټول به په گزارش کی منعکس شی
. مونږ ته هم ډیر وړاندیزونه راغلی او اکثره افغانان لیوال دی چه دکنفرانس د
بشپړ جریان څخه معلومات تر لاسه کړی ، زه هیله لرم چه د مینه والو تنده به
په همدی گزارش تر یو حده ماته شی خو په هغه پسی به پر له پوری دکنفرانس د
مکمل جریان کسټ په خورا نژدی وخت کی د هیواد په د ننه او بهر کی مینه والو
ته وړاندی شی .
په درناوی ا. پیام ٢٥/٩/٢٠٠٦
|