ښاغلې ایمل پیروز
د وطن پیغام په نامه ستاسو له
انترنټي سایټ سره د دوستانو په مرسته آشنا شوم. تاسو ته په دغه پتمن
او شریفانه کار کې د سترو بریالیتوبونو هیله کوم. په سایټ کې د نورو
ارزښتناکو مطالبو په لړ کې، همدارنګه څرکنده شوې ده چې د وطن ګوند د مشر او
د افغانستان د پخواني جمهور رئیس شهید ډاکتر نجیب الله د شهادت د لسمې
کلیزې په مناسبت سمینار جوړیدونکې دی. زما په نظر دا یو په زړه پورې
او د زیات ارزښت لرونکې نوښت دی. زه یقین لرم چې په دغه سمینار کې به
زموږ ګڼ شمیر هیوادوال ګډون وکړي او زموږ د هیواد د دغه نه هیریدونکي ملي
مشر او وتلي شخصیب د ژوند، کار او مبارزې په باب به خپلې واقعبینانه ارزونې
او تحلیلونه وړاندې کړي. پریږده چې د افغانستان د معاصر تاریخ دغه بی
بدیله شخصیت د خلکو په خاطر و کې هماغسې ژوندی پاتې شي او فکرونه او ذهنونه
یې د هغه له تاریخي ویناوو او علمي او لارښودونکو سپارښتونو نه ملهم پاتې
شي. پریږده چې دغ سمینار د هغو خاینو او وطن دښمنو پر مخ هم کلکه
څپیړه وي چې د وطن او خلکو په ډیر سرنوشت جوړونکو شپو ورځو کې یې له شهید
ډاکتر نجیب الله سره جفا وکړه او د دښمنانو په خوا کې ودریدل او وطن یې پر
پردیو خرڅ کړ. زه پخپل وار د دغه ارزښتمن سمینار د بري هیله
کوم او د شهید ډاکتر روح ښاد غواړم.
په خورا درناوي
نجیب سرغندوی
د ۲۰۰۶ کال د سپټمبر میاشت |